دینې لیکنېلیکنې

د اخلاص سورت فضیلتونه

ولې ناهیلی یې؟
(څلوېښت احادیث یاد کړه، جنت ته دې چې له هرې دروازې زړه وي، ورننوځه)
۱ ــ عن أبي هُرَیره قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: لکل شئ نسبة و نسبة الله: «قُل هُوَ اللهُ اأَحَد اللهُ الصَمَدُ»
(رواه الطبرانی فی المعجم الأوسط ۳۴۲۳)
ژباړه: له حضرت ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: د هر څه له پاره ځانته نسبت وي او د الله سبحانه و تعالی نسبت (قُل هوَ اللهُ أَحدَ اللهُ الصَّمَدْ) دی.
۲ ــ عَنْ اَبِی هُرَیْرَةَ رَضِیَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: اُحْشُدُوْا فَاِنِیْ سَأَقْرَاءُ عَلَیْکُمْ ثُلُثَ الْقُرْآنِ، فَحَشَدَ مَنْ حَشَدَ، ثُمَّ خَرَجَ النَّبِیُّ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ فَقَرَأَ: (قُلْ هْوَ اللهُ أَحَد) ثُمَّ دَخَلَ. فَقَالَ بَعْضُنَا لِبَعْضٍ: اِنَّا نَری هذَا خَبَرًا جَاءَهُ مِنَ السَّمَاءِ فَذ لِکَ الَّذِیْ أَدْخَلَهُ، ثُمَّ خَرَجَ النَّبِیُّ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: اِنِی قُلْتُ لَکُمْ سَأَقْرَاءُ عَلَیْکُمْ ثُلُثَ الْقُرْآنِ أَلاَ اِنَّهَا تَعْدلُ ثُلُثَ الْقُرآنِ.
(أخرجه مسلم، کتاب فضائل القرآن: ۱ / ۲۷۱)
ژباړه: حضرت ابو هریره رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېل: ټول راغونډ شئ! زه تاسې ته د قرآن کریم دریمه برخه در اوروم، خلک سره راټول شول، نبي علیه السلام تشریف راووړ او د (قُلْ هْوَ اللهُ أَحَد …) تلاوت یې وکړ او لاړ، خپلې حجرې ته ننوت، موږ خپلو کې سره اخته و، فکر مو کولو چې په نبي علیه السلام وحې راتلونکې ده؛ ځکه ولاړ. لږ وروسته بیا نبي علیه السلام بهر راغی او ویې ویل: ما تاسو ته ویلي وو: (چې د قرآن کریم دریمه برخه به در واوروم) چې دغه سورت د قرآن مجید له دریمې له سره برابر دی.
۳ ــ وَعَنْ أَبِیْ أَیُوْبَ رَضِیَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: أَیَعْجِزُ أَحَدُکُمْ أنْ یَقْرَأُ فِی لَیْلَةٍ ثُلُثَ الْقُرْأنِ، مَنْ قَرَا: اللهُ الْوَاحِدُ الصَّمَدُ فَقَدْ قَرَأَ ثُلُثَ الْقُرْآنِ.
(أخرجه الترمذی، کتاب فضائل القرآن: ۲ / ۱۳۳)
ژباړه: له حضرت ابو ایوب رضي الله تعالی عنه نه روایت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: آيا له تاسې نه کوم یو نه دی قادر چې په یوه شپه کې د قرآن کریم دریمه برخه ولولي؟ چا چې (قُلْ هْوَ اللهُ أَحَد) ولوست، لکه د قرآن دریمه حصه یې چې تلاوت کړې وي.
۴ ــ وَعَنْ أَبِی سَعِیْدٍ الخُدْرِیّ رضي اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَجُلاً سَمِعَ رَجُلاً یَقْرَأُ: (قُلْ هْوَ اللهُ أَحَد) یُرَدِدُهَا. فَلَمَّا أَصْبَحَ جَاءَ اِلَی النَّبِیِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ فَذَکَرَ ذلِکَ لَهُ، وَکَانَ الرَّجُلُ یَتَقَالُّها، فَقَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: وَالَّذِیْ نَفْسِیْ بِیَدِه اِنَّهَا لَتَعْدِلُ ثُلُثَ الْقُرْآن.
(آخرجه البخاری، کتاب فضائل القرآن: ۷۵۰و سنن ابی داود: ۱ / ۴۸۱، رقم الحدیث: ۱۴۴۷)
ژباړه: له حضرت ابو سعید خدري رضي الله تعالی عنه نه روایت دی، یو سړي له بل سړي څخه اورېدلي وو چې بیا بیا (قُلْ هْوَ اللهُ أَحَد) لولي، سهار دا سړی د نبي علیه السلام حضور ته راغی، او د دې خبرې یادونه یې وکړه: لکه چې د هغه لوستنه (تلاوت) ورته کم ښکارېدلو. نبي علیه السلام وویل: سوګند مې په هغه رب چې زما ساه یې لاس (قبضه) کې ده، دا سورت (اخلاص) د قرآن کریم له دریمې برخې سره برابر دی.
۵ ــ عن الزهری، عن حُمَید بن عبدالرحمن: أن نَفَرا من اصحاب محمد صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ حَدثوه عن النبی صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ أنه قال: (قُلْ هْوَ اللهُ أَحَد) تعدلُ ثُلُثَ القرآن لمن صلی بها)
(سنن النسائی الکبری: ۱۰۵۳۲ بحواله تفسیر القرآن العظیم: ۸ / ۵۲۲)
ژباړه: امام زهري د حمید بن عبدالرحمن له خولې وايي، چې: د محمد صلی الله علیه وسلم د اصحابو کرامو رضي الله عنهم یوې ډلې له نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه دا را نقل کړي، چې: که چا له (قُلْ هْوَ اللهُ أَحَد) سره لمونځ اداء کړ؛ نو د ده لپاره د قرآن د دریمې برخې هومره اجر دی.
۶ ــ وَعَنْ عَائشَةَ رضي اللهُ عنْهَا أنَّ النَّبِیَّ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ بَعَثَ رَجُلاً عَلی سَرِیَّةٍ وَ کَانَ یَقْرَأ ُ لِاَصْحَابِه فِی صَلَاتِهِمْ فَیَخْتِمُ (بقُلْ هْوَ اللهُ أَحَد) فَلَمَّا رَجَعُوْا ذَکَرُوْا ذلِکَ لِلنَّبِیّ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: سَلُوْهُ لَایِ شَیْءٍ یَصْنَعُ ذلِکَ؟ فَسَأَلُوْهُ، فَقَالَ: لَاَ نَّهَا صِفَةُ الرَّحْمنِ، وَأَنا أًحِبُّ أَنْ أَقْرَأَبِها، فَقَالَ النَّبِیُّ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: أَخْبِرُوْهُ أَنَّ اللهَ یُحِبَّهّ‎‘.
(أخرجه مسلم، کتاب فضائل القرآن: ۱ / ۲۷۱)
ژباړه: حضرت عایشه رضي الله عنها وايي: نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو سړی د یو لښکر امیر وټاکله او ویې لیږلو، هغه به د خپلو ملګرو امامت کولو او هر وار به یې قرئت له بشپړېدو وروسته (قُلْ هْوَ اللهُ أَحَد) خامخا ویلو، کله چې دا خلک بیرته راستانه شول؛ نو دغه واقعه یې د نبي علیه السلام په مخ کې بیان کړه. هغه وویل: له نوموړي وپوښتۍ چې ولې یې داسې کول؟ خلکو له نوموړي پوښتنه وکړه، هغه خلکو ته ورغبرګه کړه، په دې سورت کې د الله جل جلاله د صفتونو بیان دی او لوستل یې زما خوښ دي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه ته ووایئ، چې: بېشکه الله جل جلاله تا خوښوي.
۷ ــ عَنْ اَنَسْ رَضِیَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: رَجُلُ لِرَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسِلَّمَ اِنِیْ أُحِبُّ هذِهِ السُّورَةُ (قُلْ هْوَ اللهُ أَحَد) قَالَ: حُبُّکَ اِیَّاهَا ادخَلَک الْجَنَّةَ.
(أخرجه البخاری، باب الجمع بین السورتین فی رکعة (۲ / ۲۵۵) والبیهیقی فی السنن: ۲ / ۶۱، وفی شعب الایمان! ۵ / ۴۸۳، وابو یعلی فی المسند! ۳ / ۳۴۸ ، ۳۴۹، وأخرجه الدارمی فی فضائل القرآن: ۲ / ۲۳۰، وابن السنی فی عمل الیوم واللیلة: ص: ۳۲۴، والترمذی، باب ماجاء فی سورة الأخلاص: ۲ / ۱۳۳، کنز العمال، کتاب الاذکار، ۱ / ۱۹۹، رقم الحدیث: ۲۷۳۷)
ژباړه: له حضرت انس رضي الله عنه نه روایت دی، چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، ویل یې چې: زما له دې سورت (قُلْ هْوَ اللهُ أَحَد) سره مینه ده؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل، چې: له دې سره مینه او محبت به دې جنت ته داخل کړي.

خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *