ټولنه اوکلتورلیکنې

د اولاد روزنې ۱۲۹ مشورې

لومړۍ برخه/د. احمد بن عثمان المزيد+د. عادل بن علي الشدي/ ژباړه: عبدالعزيز ابوبکر

د کمکيو ماشومانو روزنه هم يو فن دی چې ډېر كم خلك پرې پوهېږي، پر دې موضوع لسگونه واړه او غټ كتابونه ليكل شوي، موږ مناسبه وگڼله چې په څو داسي گټورو اصولو كې له هغو څخه د ځينو لنډيز را ټول او را واخلو چې د ماشومانو په سالمه روزنه كې ورته د هغوی والدين او روزونكي زښته زياته اړتيا لري.

عقيده:

۱- اولاد ته كلمه طيبه او په هغې كې نفې او اثبات وښيه؛ په «ﻻ إﻟﻪ» كې له الله تعالی پرته د نورو د خدايي نفې ده او په «إﻻ اﷲ» كې يواځي د خدای ج لپاره د خدايي ثابتول دي.

۲- دا ورته وښيه چې موږ د څه لپاره پيدا شوي يو﴿ژ:پېريان او انسانان مې يواځي د خپلې بندګۍ لپاره پيدا کړي. د بل څه لپاره نه ﴾ او د عبادت او بندگۍ بشپړه مانا هم ورته وښيه.

۳- د دوزخ له اور، عذاب، د خدای ج له ترټنې او قهره يې ډېر مه وېروه، ترڅو په ذهن كې يې د الله تعالی ياد له دغو وېرونكو شيانو سره ونه تړل شي.

۴- داسي يې جوړ كړه چې له الله تعالی سره تر ټولو زياته مينه ولري، ځكه همغه موږ پيدا كړي، روزي راكوي، خوراك، څښاك او جامه را كوي او موږ يې مسلمانان گرځولي يو.

۵- په پټه له غلط كار كولو يې و وېروه چې الله تعالی دې په هر حال ويني.

۶- هغه نېكۍ ډېري ورباندې كوه چې الله  تعالی پكې يادېږي، لكه د خوراك، څښاك، وتو او ننوتو پر وخت «ﺑﺴﻢ اﷲ» شريف ويل، له خوراك او څښاك وروسته «الحمد ﷲ» ويل، د حيرانتيا پر وخت«ﺳﺒﺤﺎن اﷲ» او داسي نورې كليمې ويل.

۷- د نبي عليه السلام د ځيني ښو صفاتو په ور ښودلو، د هغه په مخكې د نبوي سيرت د كيسو كولو او هر وخت چې د نبي عليه السلام نوم واخيستل شي پر هغه باندې درود ويلو سره اولاد ته له نبي عليه السلام سره مينه ور پيدا كړه.

۸- د قضاء او تقدير عقيده د هغه په ذهن كې مضبوطه كړه چې خدای ج څه و غواړي هغه كېږي او څه چې خدای ج نه غواړي هغه نه كېږي.

۹- ماشوم ته د ايمان شپږ اصول(پر خدای ج، پر پرښتو، پر كتابونو او رسولانو، پر ورځ د آخرت، د خدای ج له لوري د خير او شر پر تقدير او له مرگ وروسته ژوند)ور وپېژنه.

۱۰- د عقيدې په باره كې ځينې پوښتنې ځني وكړه(ځوابونه يې ور زده كړه)؛ لكه: ستا رَب څوك دی؟ نبي دې څوك دی؟ موږ د څه لپاره پيدا شوي يو؟ څوك روزي، خوراك او څښاك راكوي؟ څوك مو له ناروغۍ روغوي؟ توحيد څو رنگه دی؟ شرك، كفر او نفاق څه شی دي؟ د مشرك، كافر او منافق لپاره كوم كوم عذابونه دي؟ او داسي نور.

عبادت:

۱۱- اولاد ته د اسلام پينځه جوړښتونه (شپږم يې جهاد) ور وښيه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *