ټولنه اوکلتورلیکنې

له اسلامـي نظـام څخه بغـاوت!

دباغيانو او مشرکانو دوژلو څرنګوالی:

دویمه برخه/ م. اسدالله محمد

دباغيانو او مشرکانو دوژلو څرنګوالی:

قاعده داده، چې د باغيانو وژل ځکه جايز دي، چې دوی د مسلمانانو په منځ کې تفرقه راولي سره له دې چې د دوی په وژلو کې ګناه نشته، ځکه دوی له حقه اوښتونکي دي.

 له کفارو سره د باغيانو وژل په يوولسو وجوهاتو کې فرق لري، چې په لاندې ډول دي.

۱- د باغيانو سره د جنګ هدف به له بغاوته د دوی لاس لنډول وي, د دوی وژل به هدف نه وي.

۲- هدف به د دوی ناوړه تدبيرونه شنډول وي.

۳- د دوی زخميان به نه وژل کيږي.

۴- بنديان به يې هم نه وژل کيږي.

۵- مالونه به يې غنيمت نه وړل کيږي.

۶- ماشومان به يې نه بنديانيږي.

۷- د دوی په مقابل کې جنګ کې به له مشرکينو څخه مرسته نه غوښتل کيږي.

۸- شرعا جواز نشته چې له باغيانو سره هغوی ته په امتيازاتو ورکولو سره سوله وشي.

۹- د باغيانو په ضد به ویجاړوونکې اسلحه نه کاريږي.

۱۰- کورونه به يې نه سوځول کيږي.

۱۱- ونې به يې نه وهل کيږي.

اللهﷻ چې د کايناتو خالق او د بشر پيدا کوونکی دی، تل يې د دوی د ټولنې د بهبود لپاره داسې قواعد رانازل کړي چې په بشري جوامعو کې هيڅ نظام ورسره سيالي نه شي کولای. اسلامي شريعت د خلکو د ابرو, عقل, نسل, ځان او مال ساتنې ته، چې انسان ته ډير ارزښتمن او مهم دي، خاصه پاملرنه کړې ده; اللهﷻ د جرايمو د مخينوي له پاره داسې جزاګانې ټاکلې دي چې هيڅوک پکې په هيڅ وجه مداخلت نه شي کولی او هغه ډول چې شارع يې د تطبيق امر کړی بايد پلي شي. که د بشري نړۍ تاريخ ته يو نظر واچول شي، نو جوته به شي، چې په بشري نړۍ کې د بدبختو مظالمو او کړاوونو بنسټ همدغه په پورته ارزښتونو باندې تعرض دی، کوم چې د اللهﷻ له خوا ورته په اسلامي قانون کې ورته جزاګانې مشخصي شوې دي. د نسل له منځه وړلو څخه مخنيوی له يوطرفه په بشري جوامعو کې د امنيت او ټولنيز نظم خورا مهم امرګڼل کيږي, همد ا رنګه اللهﷻ انسان اشرف المخلوقات پيدا کړی دی او ډير لوړ شخصيت لري, هيڅوک حق نه لري چې يو انسان ته په سپکه وګوري, که څوک دا کار وکړي او يو چاته سپکې، سپورې او يا پرې تهمت ولګوي، نو دغه شخص قاذف دی او بايد د دې جرم هغه ټاکل شوې جزا ورته ورکړل شي، تر څو نور خلک ترې عبرت واخلي. همدارنګه عقل چې د انساني ټولنو د پرمختګ او د اللهﷻ يو ځانګړی نعمت ګڼل کيږي، له کاره غورځول يې جرم ده او هيچا ته جواز نشته چې د هغه د اختلال يا له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي که څوک د شرابو په واسطه نوموړی نعمت له منځه يوسي، نو بايد اتيا دورې ووهل شي.

 اسلام چې د کايناتو د خالق لخوا د خپلو بندګانو د دنيوي او اخروي نجات په منظور را استول شوی او پکې د انسانيت هراړخيزه کاميابي نغښتې ده ترې اوښتل يو جرم دی ترې اوښتونکي ته د مرګ سزا مقرره ده. له شرعي نظام څخه بغاوت او د خلکو د ټولنيزې رفاه او ارامۍ له مينځه وړلو په خاطر لارې ته راوتل او ګډوډي جوړول په شريعت کې مشخص مجازات لري کوم چې د مرتکب د احوالو په پام کې نيولو سره د لاس او پښې يو د بل خلاف غوڅول, وژل او په دار ځړول د ي. د خلکو مالونه په ناحقه او په پټه اخيستل تر ټا کلو شرايطو لاندې په شريعت کې د غلا جرم ګڼل کيږي او د هغې عضوې د پرې کولو مجازات ورته پيش بيني شوي، کوم چې نوموړي مال اخيستی، يعنې د لاس پرې کول. همدارنګه هغه ډله او يا يوه طايفه چې د اسلامي حکومت پر ضد قيام او پا څون وکړي او عملاً د جنګ اعلان وکړي، چې دې خلکو ته باغيان وايي او له دوی سره د جنګ او سولې په اړه هم په اسلامي شريعت کې مفصل احکام موجود دي.

 په شريعت کې دا ټولې جزاګانې له هغه جرم سره متناسبې دي، کوم چې انجام شوی، يعنې شريعت د جرم او جزا تر منځ تناسب په دقيق او جدي ډول په پام کې نيولی او په دې تو ګه اللهﷻ پر بشريت لوی رحمت کړی ده, شريعت د اوسني غربي پوهانو د تعبيرونو بر عکس، د انساني کرامت ضد مجازات نه، بلکې د انساني کرامت په درناوي د اصل په بنا چې لومړنی موسس يې د اسلام سپيڅلی دين دی، چې په هر وخت, هر ځای او هر حال کې د تطبيق وړ اصول او قواعد لري تل د انساني جوامعو خولاپريږده، چې د ټولو کايناتو د ښيګڼې له پاره يې لازم او وړ ګامونه پورته کړي دي. په شريعت کې ددې ډول مواردو مثالونه ډير زيات دي.

 نو دا چې شريعت يواځې په نوم يو دين نه دی، بلکې د يو لړ عملي تطبيق کيدونکي, بهبود او پرمختګ رامنځ ته کوونکو قواعدو ټولګه ده، بايد هغه وګړي اوحکومتونه يې، چې ځانونه مسلمانان ګڼي په ځان او خلکو تطبيق کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *