دینې لیکنېلیکنې

د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم سپېڅلی ژوند 

د مالک بن عوف رضي الله عنه اسلام راوړل

لیکنه: محمود شلبي / ژباړه: محمد علي عظمت / ۷۲مه برخه

   او رسول الله صلی الله عليه وسلم د هوازن وفد ته وويل: او د مالک بن عوف په اړه يې ترې وپوښتل، چې هغه څه وکړل؟ نو هغوی وويل: هغه په طائِف کې له ثقيف سره دی.

   بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم هغو ته وويل: که مالک بن عوف ما ته مسلمان راغی، نو مال او اولاد به يې ورکړم او سل اوښان به هم ورکړم.

   مالک په دې خبره عمل وکړ، نو د شپې د هغه لوري ته ور ووت روان شو، په خپل آس سپور شو، ښه يې چټک (پونده) کړ… نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ور ورسېده، هغه يې په جَعْرانه کې ومونده، نو هغه د ده کورنۍ او مال ور وسپارل او سل اوښان يې هم ورکړل.

او هغه اسلام راوړ او خپل اسلام يې ښه وباله!!

   او دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم له غوره سياست څخه و، چې د خلکو زړونه يې ساتل.

   هغه چې کله اسلام راوړ،نو دا بيت يې ووايه:

مَا ان رَأيتُ وَلاسَمِعْتُ بمثله                        فی الناس کلهم بمثل محمد

   ژباړه: ما په ټولو خلکو کې نه د محمد صلی الله عليه وسلم غوندې شخص ليدلی او نه مې د هغه په څېر د کوم کس په اړه اورېدلي.

   د ده له قومه چې کومو کسانو اېمان راوړی و، رسول الله صلی الله عليه وسلم دَیْ پرهغو مشر وټاکه، نو ده هم د هغو پر مټ له ثقيف سره جهاد کولو، څو يې هغوی (بنو ثقيف) ښه تنګ کړل.

د هوازن د فئ وېشل

   او کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د حُنين د خلکو له بنديانو بېرته ور سپارلو څخه وزګار شو، په سپرلۍ سپور شو، خلک ورپسې شول، ويل يې: يا رسول الله! زمونږ د اوښانو او مېږې فئ راباندې تقسيم کړه، تر دې چې ونې ته په پناه وړلو يې اړ وېست، نو څادر ترې وتښتول شو، نو هغه وويل: «اې خلکو! زما څادر زما تر شا بېرته راکړئ، په الله جل جلاله قسم، که چېرته د تهامه د ونو هومره (څاروي) ستاسو وای، هغه به مې پر تاسو وېشلي وو، بيا تاسو نه زه بخيل موندلی وم، نه بې زړه او نه دروغژن».

   بيا د خپل اوښ ترڅنګ ودرېده، د ګوتو منځ د هغه له کوو (سنام) څخه راواخيست، بيا يې هغه پورته کړ او ويې ويل: «اې خلکو! په الله جل جلاله قسم، له ما سره ستا دومره د …. فئ هم نشته، خو پنځمه برخه ده. او پنځمه برخه هم تاسو ته درکېدونکې ده…».

هغه کسان چې په زړونوکې يې الفت اچولی شي

   او رسول الله صلی الله عليه وسلم مولفة القلوب (چې په زړوکې يې الفت اچولی شي) او هغو د قريشو مشران وو، څو د هغوی او د قوم زړونه مألوف شي، ښه ډېر شيان يې ورکړل.

   ابوسفيان ته يې سل اوښان ورکړل، د هغه زوی معاويه ته يې هم سل اوښان ورکړل، همداشان حکيم بن حزام ته يې سل اوښان ورکړل او حارث بن حارث بن کلَدَه ته يې هم سل اوښان ورکړل… .

   او رسول الله صلی الله عليه وسلم چې څه غوښتل، هغه يې قريشو او نورو عربو قبايلو ته ورکړل او انصارو ته يې هيڅ هم ور نه کړل!

اې الله جل جلاله! په انصارو رحم وکړې!

   او رسول الله صلی الله عليه وسلم چې له دې ورکړې څخه څه ورکول غوښتل، هغه يې قريشو او نورو عربو قبيلو ته ورکړل او په دې کې يې انصارو ته څه برخه ور نه کړه، انصارو په خپلو زړونو کې څه وموندل (په زړونو کې يې څه تېر شول) ، تر دې چې ګډې وډې خبرې زياتې شوې. له دوی نه يوه تن وويل: په الله جل جلاله قسم، رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپل قوم سره مخامخ شو.

   نو هغه ته سعد بن عباده ورغلو، ورته ويې ويل: يا رسول الله! د انصارو دې ډلې ستا په اړه په خپلو زړونو کې څه تېر کړي (موندلي) دي، چې تا په دې فئ کې، کوم چې تا ترلاسه کړي، تصرف کړی دی، د خپل قوم ترمنځ دې وېشلی دی او همداشان د عربو قبيلو ته دې سترې سترې برخې ورکړې دي. او د انصارو دې وګړيو ته دې هيڅ هم نه دي ورکړ!

   هغه ورته وويل: «سعده! ته په دې اړه څه وايې؟»

   ده وويل: اې د الله رسوله! زه هم له خپل قوم څخه يم.

   هغه وويل: «ما ته ستا قوم دلته راغونډ کړه؟»

   بيا سعد ووت، په هغه ځای کې يې انصار رضی الله عنهم راجمع کړل. نو له مهاجرو څخه هم ځينې کسان راغلل، هغوی يې پرېښودل، ننوتل او يو شمېر نور راغلل، هغوی يې بېرته ولېږل.

   کله چې هغوی راغونډ شول، هغو ته سعد ورغی، ورته ويې وويل: تا ته د دې کلي انصار راغونډ شوي.

   بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوی ته ورغلو، نو د الله حمد يې ووايه او د هغه مناسبه ثناء يې اداء کړه، بيا يې وويل: «اې د انصارو ټوليه! ستاسو له خوا نه ځينې خبرې رارسيږي، چې هغه مو زما په اړه په زړونو کې ګرځي راګرځي! آيا زه تاسو ته داسې مهال در نه غلم، چې تاسو بېلاري وئ، نو الله جل جلاله تاسو ته لارښوونه وکړه او تاسو بې وزله فقيران وئ، الله جل جلاله شتمن کړئ او تاسو يو تربله دښمنان وئ، نو الله تبارک و تعالی ستاسو په زړونو کې مينه او الفت واچولو؟»

   هغو وويل: هوکې، الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم ستر احسان کوونکی او لورونکی (مهربان) دی.

   بيا هغه وويل: «اې د انصارو ټوليه! آيا ما ته ځواب نه راکوئ؟»

   هغو وويل: يا رسول الله صلی الله عليه وسلم په څه سره ځواب درکړو، احسان او مهرباني د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم لپاره مناسب دي.

   هغه صلی الله عليه وسلم وويل: «خو په الله جل جلاله قسم، که چېرې تاسوغوښتي وائ، خامخا به مو ويلي وای، نو رښتيا به مو ويلي وای او رښتوني به بلل شوي وای، ته مونږ ته په داسې حال کې راغلې، چې دروغژن ګڼل شوی وې، نو مونږ رښتونی وبللې، په داسې حال کې مونږ ته راغلې، چې چا ستا ملاتړ نه کولو، نو مونږ ستا مرسته او ملاتړ وکړ، شړل شوی راغلې، مونږ تا ته ځای درکړ او بېوزله مونږ ته راغلې، نو مرسته مو درسره وکړه.

    اې د انصارو ټوليه! اوس مو د دنيا د تازه ګي په اړه په زړو کې څه ګرځي، ما د دوی د زړونو راماتولو لپاره هغوی ته شيان ورکړل، څو هغوی اسلام ومني او تاسو مې ستاسو اسلام ته وسپارلئ؟

   نو اې د انصارو ټوليه! دا مو خوښه نه ده، چې نور خلک اوښان او مېږې کورونو ته بوزي او تاسو د الله جل جلاله رسول له ځانو سره کورونو ته بوزئ؟

   زما دې په هغه ذات قسم وي، چې د محمد صلی الله عليه وسلم روح د هغه په لاس کې دی، که چېرته هجرت نه وای، زه به هم له انصارو څخه يو سړی وم. که ټول خلک په يوه ناو روان شي او انصار په بل ناو ننوزي، زه به خامخا د انصارو ملګرتيا غوره کوم.

   اې الله! په انصارو ورحمېږه او د انصارو په زامنو رحم وکړه او د زامنو زامن يې په رحمت  کې ونغاړه».

   نو انصارو وژړل، تر دې چې ږيرې يې په اوښکو لمدې شوې او ويې ويل: مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په برخه خوښ او راضي يو. بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ستون شو او دوی هم لاړل خواره واره شول.

مدينې منورې ته ستنېدل

   بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم له جعرانې نه د عمرې په نيت د بيت الله د زيارت لپاره روان شو او د فئ د پاتې شونو په اړه يې امر وکړ او په مرالظهران کې يې هغه ايسار کړ.

   کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له عمرې اداء کولو وزګار شو، مدينې ته راستون شو.

   او عتاب بن اسيد رضی الله عنه يې د مکې والي وټاکه، معاذ بن جبل يې هم ورسره پرېښود، څو خلک په دين پوه کړي او قرآن ور وښيي او رسول الله صلی الله عليه وسلم د فئ پاتې شوني له ځان سره کړل.

   رسول الله صلی الله عليه وسلم عمره په ذوالقعده کې وکړه او د ذوالقعدې په پاتې شپو کې مدينې ته ستون شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *