لیکنېمقالی اوتبصرې

د سعودي او ایران رغېدونکې اړیکې!

وړمه ورځ د سعودي عربستان او ایران حکومتونو اعلان وکړ چې د چین په منځګړتوب یې د اړیکو عادي کولو پرسه پیل کړې. د دې پروسې له مخې به په دوه میاشتو کې دواړه هیوادونه خپل سفارتونه پرانیزي او د نور پېشرفت لپاره به خبرې پیلېږی.
دا پېشرفت د نړۍ او سیمې په سطح ډېر لوی بدلون دی. د سعودي عربستان او ایران اړیکې د ایران له انقلاب څخه وروسته په بېلا بېلو مواردو کې تتې شوي خو د عربي انقلاب څخه وروسته یمن کې د ایران د حوثي ملېشو ملاتړ دا اړیکې نورې هم خرابې کړې.
د سړې جګړې له پیله او بیا د ایران له انقلابه وروسته سعودي د امریکا ملګری پاته شو. د سیمې په سیاسي محاسبه کې سعودي په امنیتي لحاظ ټوله تکیه په امریکا وکړه خو په دغه وخت کې ایران په مستقل ډول خپل نفوذ یمن، سوریې، لبنان، فلسطین او اردن پورې ورساوه.
دا چې نړیوال نظم مخ په بدلون دی، د چین سیاسي تفکر دا دی چې د دوی د راپورته کېدو لپاره باید له سیمې څخه څوکه څوکه د امریکا نفوذ کم شي او هغه مشکلات چې د امریکا له بهرني سیاست څخه راپيدا شوي، کرار کرار حل شي.
په منځني ختیځ کې له دغو مسائلو یوه لویه مسئله د سعودي او ایران ټکر ؤ چې چین یې دا مهال په جوړه کې لومړی قدم واخسته.
د سعودي او ایران تر منځ دا کوششونه پخوا هم عراق او عمان کړي ؤ خو څه خاصه نتیجه یې نه درلوده. اوسمهال ښايي دغه اړیکې یو څه پیشرفت وکړي ځکه د چین په شان قوي قدرت یې منځګړيتوب کوي. دا چې ایرانیانو او سعودیانو د اړیکو په عادي کولو هوکړه هم کړې، په خپل منځګړي تر یو حده د تضمین باور لري.
د چین په منځګړیتوب د سعودي او ایران داړیکو پراختیا منځني ختیځ کې امریکا لپاره لوی پیام لري. دا د دی داعیې ډېر لوی ثبوت دی چې نور په نړیوال نظم کې امریکا په ځانته ځان د ویټو قدرت نلري.چین دا منځګړیتوب په داسې وخت کې کوي چې امریکا په اوکراین مصروفه ده او افغانستان کې یې شکست خوړلی. سعودیان او چینایان پوهېږي چې د اوکراین جګړې سره امریکا د سعودي تېلو او OPEC ته اړتیا لري او نشي کولای سعودي باندې فشار راولي.چین په ډېر مهارت د تجارت او ډپلوماسۍ له لارې کوشش کوي چې منځني ختیځ، سوېل شرقي آسیا او سوېلې آسیا کې خپل نفوذ زیات کړي.رواروانې ورځې ښايي د نوي نړیوال نظم په باب د نوو پیښو شاهدې وي.

د. عبدالحی قانت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *