لیکنېمقالی اوتبصرې

قرآن او معاصر سا ینس!

ایا قرآن کریم برښنا ته اشاره کړې؟
وریځې د طبیعي برېښنا منځني ( مرکز ) دی، وریځې د برېښنا پیدا کوونکې دي او قرآن کریم برېښنا او تالندې ته په ډاګه او څرګنده نغوته ( اشاره ) کړې ده.
زمونږ په منځ ته راتلو هر شی منځ تته راځي، له یوه لوري د مور له تیونو څخه شیدې روانیږي او له بله پلوه نور اړین توکي؛ لکه کالي ……… راته برابریږي، هر شی زمونږ د لوبیدو لپاره تیار شوي، په دې نړۍ کې د یو ماشوم په توګه ژوند کوو، هره ورځ لمر زمونږ لپاره راخیژي او ښکته کیږي، اوبه زمونږ لپاره بهیږي، زوي او بوټي زمونږ لپاره کار کوي، لیدل کیږي. چې پاک خدای ج زمونږ د ژوند کولو لپاره ډېر شیان زمونږ تر امر لاندې راوستي دي.
الله ج موږ ته روزي راکوي او یوازې په تنبلۍ باندې د نه روږتیا لپاره يې موږ ته د کار کولو امر کړی دی، پټي کولبه کوې، تخم پکې شیندې، اوبه ورکوې، پالنه ېې کوې…….. او نور. که چیرې دا څیزونه تیار جوړ وای نو ایا مونږ به نننۍ پرمختګ ته رسیدلي وای.
انسانانو په خپل زیار سره د نړۍ نننۍ پرمختګ جوړ کړ؛ که چیرته مونږ ته هر شی لکه اوبه، برېښنا، هوا او نور موجود وای، نو ایا کولای مو شول، چې د نړۍ نننۍ پرمختګ ته ورسیږو؟ الله ج د قرآن کریم د نور سورة کې داسې فرمایلي دي:
ژباړه: الله ج د اسمانونو او ځمکې نور ( روښانونکی ) دی، د هغه د نور مثال داسې دی، لکه یوه روڼه تاخچه کې، چې یوه ډیوه وي، ډیوه په یوه شیشه کې وي، شیشه هم داسې لکه یو ځلیدونکی ستوری، چې (هغه ډیوه ) د ښوون ( زیتون ) د کومې داسې برکتي ونې ( له تیلو ) بله شوې وي، چې هغه نه ختیځه وي او نه لویدیځه، نژدې وي، چې تیل یې په خپله رڼا وکړي، که څه هم اور ته نه وي رسیدلی، ( داسې چې ) د رڼا له پاسه رڼا وي. چاته چې د الله ج خوښه شي د خپل نور خواته ېې لارښوونه کوي او الله ج خلکو ته همداسې مثالونه بیانوي او الله ج په هر شي ښه پوه دی.
لکه څنګه چې د قرآن کریم هر ایت د ډیرو معناوو درلودونکی وي، دا ایت هم ډیرې معناوې لري، خو موږ یې پر نورو معناوو خبرې نه کوو او نه هم زما استعدداد د دې اجازه راکوي، چې نور ډېر څه پرې ووایم؛ خو په دې ځای کې هغه علمي ټکي ته، چې اشاره شوې؛ یو څه ځغلنده نظر کوو:
له پورتني ایت څخه ستاسې پاملرنه دې بدلونو ته اړوم:
څراغ په ښیښه کې او ښیښه یې د ساتونکې په څېر ده او دننه یې څراغ دی. که اور هم ورته ونه رسیږي رڼا کوي.
یعني داسې یو شی کیږي، چې پرته له اوره رڼا ورکوي او د یو ستوري په څیر رڼا خپروي. پورتني ایت شریف د نورو معناوو تر څنګ برېښنا ته هم اشاره کړې؛ لکه چې انسان ته یې فرمایلي دي:
ایا انسانانو هغه اله چې قرآن کریم کې یې ځانګړنې بیان شوې، جوړه کړې او له هغې څخه ګټه اخلي. انسانانو د قرآن کریم د دې اشارې په هکله کار او څیړنه وکړه، د برېښنا جریان او هغه ګروپ ېې چې برښنا پر رڼا اړوي وموند، خو د برېښنا له موندنې څخه وړاندې هم برېښنا وه، هغه مهال تالنده وه او کله چې خپل لاس د پیشو پر تنه ومښو بیا هم برېښنا جوړیږي. پوهانو او عالمانو ډېر لږ د الله ج اسرارو ته لاره پیدا کړې او د هغو په رڼا کې لږه څیړنه کړې؛ دا څیړنې او کارونه تر اوسه هم روان دي. برېښنا او ګروپ ته چې په قرآن کریم کې اشاره شوې، هغه مسلمانانو نه؛ بلکې کافرانو جوړ کړي، ولې؟ ځکه چې الله ج د عالمیانو رب دی، د تخنیک په برخه کې یې د مسلمان او کافر توپیر نه دی کړی او د هغه څیړونکي ته پوهه او پایله ورکوي. که چیرې موږ د الله ج د هغه امرونو په اړه، چې په قرآن کریم کې یې فرمايلي دي؛ که مو په دغو امرونو عمل کړی وای او له دغو ارشاداتو مو څه زده کړي وای او د هغو په اړه مو څیړنه کړې وای، نو ډېر نوښتونه او اختراعګانې به مو سرته رسولې وای، لکه څنګه چې تاسې پوهیږئ، مسلمانانو قرآن کریم خپل ځانته د رڼا په څير د سمې لارې د پیداکولو لپاره ونیو، نو پرمختګ یې وکړ د مدنیت مخکښان شول او په دې ډګر کې یې ارپایانو ته لاره ورښولې ده.
یوه مسلمان له یوه انګریزي موندونکي څخه په لندن کې وپوښتل، چې تاسې څنګه پر دومره موندنو او اختراعګانو بریالي شوئ؟ هغه انګریز قرآن کریم تته اشاره وکړه او ويي ویل: ستاسې کتاب ولولم او په هره لاره کې یې چې اشاره کړې څیړنه کوم، چې د سترو بریاوو سره مې موندنې ترسره کړې.

محمد جاوېد حنيف

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *