سږ کال به د نړۍ تر ټولو اوږده او لنډه روژه چېرته نیول کیږي؟
نن د شعبان ۱۸مه ده او د رمضان المبارک میاشتې ته ډير کم وخت پاتې دی، خو پوهېږئ چې سږ کال به د نړۍ تر ټولو اوږده او لنډه روژه چېرته نیول کیږي؟
د معلوماتو له مخې سږکال به تر ټولو لنډه روژه په کومور، جنوبي افریقا، زمبابوی، برازیل، ارجنټاین، یوروګوای، نیوزلینډ او افغانستان کې وي، چې ښايي د ۱۲ او ۱۳ ساعتونو ترمنځ وي.
په الجزایر او تونس کې بیا د روژې دوران ۱۵ ساعته او ۴۵ دقیقې اټکل شوی.
په چین او امریکا کې به هم روژه د ۱۵ او ۱۶ ساعتونو ترمنځ وي.
بل خوا ګرینلینډ هغه هېواد دی چې مسلمان وګړي به یې تر ټولو اوږده روژه نیسي. دوی به نیږدې ۲۰ ساعته له خوراک او څښاک لرې وي.
په پولینډ کې به نیږدې ۱۸نیم ساعته او ډنمارک بیا ۱۸ ساعته او ۲۶ دقیقې وي.
د ویلو وړ ده چې سږنی روژه به د مارچ په ۲۳مه پيل شي او په غالب ګومان رمضان المبارک میاشت به ۲۹ ورځې وي.
عابد