لیکنېمقالی اوتبصرې

د اتلانو له کاروانه یو ستر اتل وکوچېد !

ماسپښین مهال په ونه دنګ د قوي مټو څښتن د اتاق په وړه دروازه په تکلیف اتاق ته د ننه راغی، له ورایه ښکارېده چې اوږده مزله وهلی،غټې بادامي سترګې یې د سفر ګرددونو سرې کړې وې، که څه هم ګردو وهلی و،خو د مخ نورانیت یې دوه چنده زیات شوی و، له ښکلې او جذابې څېرې یې معلومېده چې د لوړ منصب خاوند دی، له نبوي سنت ادا کولو وروسته مو ورسره په ډیره مینه جوړ په خیر او ښه راغلاست وکړ، د دود او میلمه پالنې مطابق مو ورته خوراک او چای تیار کړل، د مجلس هره خبره یې له مینې او مننې ډکه وه، د خبرو په جریان کې یې د بخښنې په غوښتلو سره وویل،چې دا به د فضلي په نامه د حاجي لالا اتاق وي(مولوي محمداکبر»رحمه الله « مشهور په حاجي لالا سره د اقتصادي کمېسیون فراه حوزې مسؤل و) یوه ملګري د هو جواب ورکړ او د معذرت په غوښتلو سره یې ترې د خپل معرفت اړوند پوښتنه وکړه، خو د ښکلاو څښتن په خبرو کي ځان ناګومانه کړ،د معرفت اړوند دوهم ځلې پوښتنې کولو جرأت چا ونه کړای سو، مازدیګر مهال حاجي لالا مرحوم راغی، له څېرې یې داسي برېښېده لکه د یو چا د راتګ انتظار چې کوي، موږ ورته وویل چې یو مشر ملګری د څو انډیوالانو سره په اتاق کې ناست دي او ستا په اړه پوښتنه کوي، په بېړه د اتاق په طرف ولاړ، تر لږ ځنډ وروسته چې له اتاقه راووت موږ ته یې د ماښام لپاره د ترتیب جوړولو امر وکړ، ماترې پوښتنه وکړه چې دا قدرمن میلمه څوک دی، ویې ویل دا حاجي مزمل صاحب دی، له غازي شهید سعید حاجي مزمل صاحب سره زما لومړۍ لیدنه همدا د فراه ولایت په بکوا ولسوالي کي وشوه کلونه مخکي چې کله حاجي صاحب شهید د فراه حلقې د نظامي مسؤل په حیث ټاکل شوی و.
د قهرمان غازي شهید له نبوي اوصافو ډکې څېرې هر لیدونکی ځانته متوجه کاو، متعال رب جلَّ جلاله هغه شهید په داسي صفتونو موصوف کړی و چې په اوسني عصر کي به یې ډیر کم مثل پیدا کیږي، د مشرتابه له لوري يې هر ورسپارل شوي مسؤلیت ته په پوره صداقت، اخلاص او متانت غاړه ایښوده.
هغه شهید هیڅ کله دا نه خوښه ول چې دی دي مشهور او نامدار شي، بلکې د ده شهید مېړانې، مدبرانه مدیریت، قوي عزم، کلک هوډ او نورو کارنامو یې د هر لیدونکي او اورېدونکي پام ځانته اړولی وو.
شهید مزمل(تقبله الله) خپل ژوند په داسي زرین تاریخ مزیَّن کړ چې هر کتونکی به یې په کارنامو ویاړ او افتخار کوي.
(نحسبه کذالک والله حسیبه)
هوکې شهید رهبره! ته یو رېښتونی اتل وې، تا د حق په لار کې د هیڅ نوعه قربانۍ څخه ځان دریغ نه کړ، هر نوعه تکالیف او زحمتونه دي په پوره مېړانه و ګالل، غربي د ښمن او د دوی لاسپوڅو ته دي د یو اسلامي او افغاني مجاهد اسلامپالنې او هیواد پالنې قوي درس ورکړ، ته د ګران هیواد د فتحې او آزادۍ هغه اتل وې چې مثل دې څو د ګوتو په شمار ستا همسنګري اتلان ول، خو ستا فراق هغوی سخت دردمند کړل.
د وِقار او دبدبې دا هسکه مو د نامرده دښمن په نامردانه حمله کې د افتخار او سعادت ها زرین تاج پر سر کړ، چې له کلونو یې ورته انتظار کړی و، هغه د الله رب العزت له لوري رالېږل شوي داعي ته، په داسي حالت کي لبیک ووایه چې د مؤمن او مظلوم ولس د خدمت چارې یې پر مخ وړلې.
شهید اتله!
ستا شهادت د افغان ولس او امت مسلمه لپاره دروند غم دی، خو ته سعید شوي، داسي سعادت دي نصیب شو چې د امت غمخور او محبوب رسول(صلی الله عیله وسلم)یې له متعال رب عزَّوجل څخه په بار بار غوښتنه کړې، د اُمت خُلفاؤ او اولياءُالله یې د حاصلولو لپاره سترستر تکالیف وګالل.
شهید اتله!
تا خپل نوم د تاریخ د هغو سر ښیندونکو اتلانو نوملړ ته ورداخل کړ چې قرنونه وروسته یې مسلمه اُمت په مېړانه او تاریخ ویاړ کوي.
شهید اتله!
شهادت دي په باربار مبارک شه، لایزال رب(جل جلاله) دې ستا د وینو په برکت نور په دې مظلوم او غمځپلي ولس داسي ستر غم نه راولي.
په اخر کي تاته ستا شهید پرورې کورنۍ او سرښیندونکو، قهرمانو ملګرو ته د دې سپېڅلي سعادت مبارکي وایم، الله(جلَّ جلاله)دي په خپل دیدار ونازوه.

شهاب غزنوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *