دینې لیکنې

د قران پسرلی د تاريخ پر لاره

رمضان المبارک د سپوږميز کال نهمه مياشت ده چې دروژې نیول په کې فرض دي، هر نېک عمل د نور وخت په پر تله په کې اويا چنده زیات ثواب لري
روژه د اسلامي تاريخ په بهیر کې له واقعو څخه ډکه میاشت ده ،له ځان سره زیات شمېر مشهورې پېښې لري .
بدر غزا، د اسلام په تاریخ کې لومړی غزا ده چې د هجرت په دویم کال د همدې مبارکې میاشتې په اولسمه پېښه شوې ده او د مسلمانانو په بریا پای ته رسېدلې ده .
د مکې فتحه ،د هجرت په اتم کال کعبه شريف د همدې میاشت پر برکت د روژې په شلمه فتحه شوه او همدې فتحې ته فتح مبین ويل شوي دي.
دعزی بت نسکورېدل ، قريشو د جاهليت په زمانه کې دری خدايان لرل یو يي هم عزی بت و چې د مکې معظمې له فتحې وروسته د خالد بن وليد لخوا له منځه یوړل شو .
خديجه رض وفات ، ام المؤمنين خديجه رض د رسول آلله (ص)لومړنۍ مېرمنې د هجرت څخه دری کاله مخکې د روژې په لسمه خپله روح حق ته وسپاره ، په دې کال د نبي(ص) کاکا (ابو طالب ) هم د خپل ژوند پور پرې کړ همدا څه د دې لامل شول دا کال په اسلامي تاريخ کې عام الحزن په نوم ياد شوی دی.
منصوري جګړه ، دا جګړه ٦٤٨ کال د روژې په لسمه د مصر د ښځينه واکمنې صالح ايوب مېرمنې صلیبیانو ته ماتې ورکړه او دا جګړه مسلمانو وګټله.
عبور جګړه،١٩٧٣کال د اکتوبر شپږمه چې د ١٣٩٣سپوږمیز کال د روژې د لسمې سره برابره ده ، د عبور جګړه د مصریانو او یهوديانو تر منځ وشوه او پایله یې د مصري پوځیانو بریا وه…. .
په ټولو کې لویه واقعه، د الله (ج)لورينه›الهي ذکر، نبوي معجزه او د بشریت د لارښوونې د جامع کتاب (قران کریم ) نزول دی ،کوم چې په ٢٣ کلونو کې زموږ پر خوږ پيغمبر حضرت محمد(ص) د کاينات د ستر مالک( ج) لخوا د جبریل امین (ع)پواسطه نازل شوی دی.
همدا الهي کتاب چې له هر ډول شک ا و شبهې څخه خالي دی،د همدې کتاب پواسطه نور کتابونه منسوخ شوي،٣٠ سپارې ،١٤سجدې ،٧منزلونه،١١٤سورتونه،٥٤٠ رکوع ګانې او ٦٦٦٦ایتونه لري .
څرنګه چې د هرڅه پیل له پسرلي کیږي، حال داچې د فرقان نزول په رمضان میاشت کې شوی دی او د همدې مخې روژې ته د قران پسرلي نوم ورکړل شوی دی.

حبیب الرحمن رحیمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button