دینې لیکنې

مدينې پر لور پنځمه برخه

علامه اقبال د پيغمبر په ښار کې:
د اسلامي نړۍ شاعر او د خپلې پيړى ستر فيلسوف محمد اقبال خپل ټول ژوند د اسلام د ستر پيغمبر په مينه او د هغه ښار ته د رسيدلو په هوس کې تېر کړ. هغه به په خپل ماندګارو اشعارو کې تل د دغو دوو محبوبو يادونه کوله خو د ژوندون په وروستيو ورځو کې يې د محبت جام لبريز شو؛ هر کله چې به يې د مدينې نوم تر غوږ شو د شوق رڼې اوښکې به يې بې واکه تر سترګو روانې شوې. هغه په خپل ډنګر وجود چې له ډيرې اوږدې مودې په بېلابيلو ناروغيو کې ښکيل ٶ و نه توانيد چې د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زيارت مشرف شي خو په خپل بې تاب او مشتاق زړه يې د خوږو شعرونو په ژبه د تخيل په واک څو ځلې د حجاز خاورې ته الوتنه وکړه او د فکر مارغه به يې تل د حجاز په ځاله کې ناست ٶ. هغه د رسول الله صلى الله عليه و سلم په مخکې د هر هغه څه اړوند چې زړه، ارادت، وفا او اخلاص ترې غوښتل خبرې وکړي او د أبرارو سردار ته يې د خپل ځان، خلکو او ټولنې په اړه ويناوې وکړې. په همدې کار کې يې شعري ذوق طغيان وکړ او هغه حقايق چې زمام ورنه يې ټېنګ کړى ٶ او د داسې فرصت انتظار يې ورته ګاله، منفجر شول او له ځان سره يې داسې وويل:
به حرفى می‌توان گفتن تمنای جهانی را
من از شوق حضوری طول دادم داستانی را
د رسول الله صلى الله عليه و سلم اړوند د اقبال شعرونه تر ټولو فصيح، غښتلي او مٶثر اشعار دي چې د هغه د افکارو، عقايدو، عمل، تجربې او د هغه د عصر انځور او د لطيفو احساساتو او عواطفو تعبير له ځان سره لري.
هغه د خيال په نړۍ کې مخ پر مکې او مدينې کوچ کوي، په همدې تصور د مينې له کاروان سره يو ځاى پر ريګنې او نرمې خاورې مزل کوي او د محبت او زيات شوق له امله انګيري چې رېګ تر ورېښم نرم دي بلکه داسې ګومان کېږي چې د رېګو هره ذره ژوندۍ زړه دى چې دربيږي نو ځکه له څاروان څخه غوښتنه کوي چې ورو او قرار لاړ شي او پر همدا دردمنو او ژونديو زړونو رحم وکړي.
چه‌ خوش‌ صحرا که شامش صبح‌ خند است
شبـش کـوتاه و روز او بلـند اسـت
قــدم ای راه‌رو آهــسـته‌تــر نــه
چو ما هـر ذره‌ای او دردمــند اســت
کله چې د څاروان نغمه په غوږ کې ورته تاو شي، شوق يې لمبه او د زړه زخمونه يې تازه شي، په ټول وجود کې يې د ژوندون څپې او حرارت جريان پيدا کوي او پر ژبه يې خورا بليغ اشعار له سوز او درد سره يو ځاى جاري کيږي.
وروسته د رسول الله صلى الله عليه و سلم حضور ته د سعادت په وياړ وياړمن کيږي، له درود او سلام وروسته فرصت غنيمت ګڼي او ورسره د زړه خواله کوي؛ د اسلامي نړۍ او مسلمانانو حالات، مسائل، ستونزې، د نوې نړۍ واقعات، د غربي تمدن لاس ته راوړنې، مادي فلسفې، د امت سرګرداني، د بارزو ځانګړتياوو له لاسه ورکول او د خپل رسالت هېرول ټول ورته په ګوته کوي، کله يې له سترګو اوښکې روانې شي، کله په وطن کې له خپل غربت او په ټولنه کې له خپل يوازېتوب څخه شکايت کوي او کله يې د زړه خبرې په ژبه راشي.
اقبال خپل د اشعارو دغه ټولګه د «ارمغان حجاز» په نوم نومولې ده. داسې يې انګيرلى لکه چې له حجاز څخه يې خپلو ملګرو او شاګردانو ته دغه ډالۍ په ارمغان راوړې وي. له شک پرته دا کتاب ټولې اسلامي نړۍ ته مبارک ارمغان او د حجاز له نسيمونو څخه خوندور نسيم دى.
نور بيا …

 ليکوال: سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله ژباړن: محمدصادق طارق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *