سرمقالې

د جهادي ارزښتونو په ساتنه کې اجتماعي هڅه په کارده

له دې حقیقته هيڅوک انکار نه شي کولی چې افغانانو دخپل هېواد په ساتنه اودفاع کې خورا زیاتې قربانۍ ورکړې اوله هریرغلګرسره یې په ډېره مېړانه مقابله کړې ده. که ډېر وړاندې نه ، بلکې همدا تېره څه باندې یوه نیمه پېړۍ را یاده کړو نو وینو چې انګریزانو درې ځله زموږ پر هېواد له خپل ټول زورو ځواک سره حمله کړې خو هرځل یې بې درکه ډېرزیانونه ورته رسېدلې اوپه شرمو شرمېدلي دي. بیا شپېته کاله لانه و پوره چې شوروي اتحاد یرغل وکړ، دانو هغه سوروحشي پوځ و چې آن ډېره لیرې امریکایي هم له ډاره لړزېدله، خو کله چې دشوروي او وارسا تړون ټول زور دلته اوبه اولویدیځ والو میدان خالي ولید نو تردوی فقط دیارلس کاله وروسته امریکې د ناټو په ګډون له اته څلوېښتواشر باڼو لښکرو سره پرموږ برید وکړ اوشل کاله یې زموږ په هېوادکې خپلې هرډول وسلې اورنګ په رنګ شیطاني پلانونه وکارول، بالآخره دوی هم ترډېرځاني اومالي زیانونو ګاللو وروسته وتښتېدل اوخپل یو شمېر کورني مزدوران یې هم ځان سره بوتلل. ښکاره ده چې په دومره مختصره زمانه کې په دې کچه پرېمانه اوسترې جګړې او ډول ډول پېښې حتماً ځان سره زښته ډېرې کیسې، خاطرې اونښانې هم لري. خو باید متوجه اوسو چې د زمانې د چټګ اوښتون ، پېچلتيا اومغرضو لاسوهنوله امله نوموړي یادښتونه له دوو خورا جدي ګواښونو سره هم مخ دي یعنی ورکه او تحریف . په دې معنا چې دا دی زموږ د سترګو پروړاندې زموږ ددې مهم پېر ژوندۍ نښانې له منځه ځي. د بېلګې په توګه دشوروي اوصلیبي یرغلونو په جنګي اوسیاسي ډګرونو کې موجود اشخاص یو یو زموږ له مخې فنا کېږي، دجګړو چې څه آثار پاتې و دخلکو په تصرفاتو سره کرارکرار له منځه ځي او بل لورته ځینې مخالف جهتونه لګیا دي هماغه د لمر په شان څرګند واقعیتونه تحریفوي اود نوي تخنیک پرمټ یې ثبت شوي زموږ نوي نسل ته سپاري.لکه همداوس چې زموږ کشر نسل ته څو بې ماهیته پردیپالې څېرې داتلانو په حیث ورمعرفي شوې دي. په هرصورت اوس چې هېواد خپلواک، موږد یوملي حاکمیت څښتنان او ترڅنګ یې دومره وسایل او توان هم لرو چې دخپلو جهادي آثارو او یادښتونو په ساتنه کې يې وکاروو، دا موپرغاړه یوه مهمه ایماني او ملي وظیفه ده چې ژر تر ژره او په اجتماعي توګه دغه چاره پرمخ بوځو او یوه ذره غفلت هم پکې ونه کړو. ددې موخې ترلاسه کولو لپاره ضروري ده چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې د هرولایت او ولسوالۍ مسؤلین هم لاس په کاراوخپلو اړوندو سیمو کې دمهمو تاریخي نښانو د ساتنې لپاره ګړندي ګامونه واخلي اوکنه بیا به مو خپلو راتلونکو نسلونو سره ښکاره خیانت کړی وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *