مقالی اوتبصرې

د نیشنلېزم اوج، د ایران لري پرته سیمه (پنجشېر)

تېره ورځ یوې نفاق ګرې رسنۍ د دریو هغو افغانانو ویډیو خپره کړه، چې د ایران د مذهبي مشر په حضور کې یې شعرونه دکلمه کول او له ایراني لوري سره یې د خپلو مشترکاتو اظهار په کې کاوه.
د شاعرانو په سر کې د نجیب بارور په نامه یوه ځوان هم خپلې کړۍ د یوې لنډې مقدمې په ایښوودلو سره پیل کړې.
داچې نوموړی څنګه مخینه لري او د کومې ایډیا سړی دی، په هکله یې څه ویل لازمي نه بولم، خو نوموړي د ایراني مشر په وړاندې د خبرو په سریزه کې خپل شهرت په لړزېدلي غږ شریک کړ او زیاته یې کړه چې دی د «ایران له لېري نقطې یعنې د هندوکش له هسکو او پنجشیر څخه راغلی دی».
نجیب بارور د ایران مذهبي مشر د «فارسي ژبو» رهبر یاد کړ او زیاته یې کړه چې غواړي مجلس ته هغه څه واوروي چې د ښاغلي خامنه یي له عزت سره ښایي او د پنجشیریانو نظر په کې څرګند شوی وي.
«من ازدورترین نقطه ایران ؛ قله های هندوکش، یعنی پنجشیر آمده ام؛ میخواهم پیش رهبر همه فارسي زبانان جهان چیزی بخوانم که شایسته شرف حضرت عالي و بیانگر دیدگاه ما پنجشیری ها باشد»
بارور په وارخطایي خپل غزل پیل کړ، خو وروسته یې په لوړ غږ پای ته ورساوو؛ هغه غزل چې نه یې معنویت درلود، نه کومه لفظي او هنري ښکلا په کې نغښتې وه او نه هم…. ؛ بس نفاق اچوونکو رسنیو یې یواځې د نوموړي او ایران تر منځ د مشترکاتو د اظهار له امله ویډیو ته پوښښ ورکړ.
دلته څو خبرې دي.
آیا د نیشنلیزم /قوم پرستي رېښې لا هم دلته شتون لري؟ که یې لري څوک یې په غټولو کې مرسته کوي او څنګه یې باید لمنځه یوسو؟
نیشنلیزم چې له کبله یې په لویه کې د عربانو او ترکانو ترمنځ اختلافات راوپنځول شول او پایله کې یې عثماني خلافت نسکور شو؛ آن د پایښت او ودې ورکولو لپاره یې وخت پر وخت دښمنو کړیو مسلمان ملتونه په خپلو منځونو کې په لانجو ککړ کړي او د هیوادونو د قومونو په منځ کې یې شیطاني، سرطاني غدې زېږولي؛ هغه بد ناسور دی، چې تر اوسه ترې د نړۍ هیڅ قوم په ځانګړې توګه افغانان ښه ورځ نه لري.
نیشنلیزم همدا وه چې تر پرونه یې د لر او بر په نامه پښتانه ته د اتحاد په نوم دوکه ورکوله، خو څرګنده شوه چې دواړه لوري په همدې سراب غلط او د خپل قام د بقاء لپاره تندغري د شا لخوا په خنجر وهل کیږي.
د لر پښتانه که څه هم پوهېدلي چې نیشنلیزم یواځې ډرامه او لوبه ده، نو یې د قومپالنې پر ځای نورو لومړیتوبونو ته کار ویلی، خو د بر پښتون لا هم هغوی خپل تن او غوښې بولي.
هو! نیشنلیزم همدا وو چې د پاکستان isi یې تر عنوان لاندې د عوامي نیشنل او بیا د منظوریانو په نامه استخباراتي ډلې او خوځښتونه جوړ کړل او د پښتون تحفظ په بهانه یې هم مسلمان پښتون بې اتفاقه، هم یې بې ننګه او هم یې د سیاسي پرلتونو، انتخاباتي لوبو او آن په سینمایي ډرامو کې د بې حیایۍ بازارونو ته وړاندې کړل.
نیشملیزم همدا وو چې شل اشغال کې عفیفې حیاداره افغان خویندې د ستاره افغان او نورو فحاشو برنامو او سریالونو په چټل چاپیریال کې ونڅول شوې او د پردیو د ساتیري لپاره یې له نارینه وو سره د ګډو بابولالو سریندې ویاړ وباله.
نیشنلیزم همدا کانې وکړې چې په شمال کې میشتو افغانما څېرو ته ځان دومره لوی او پر ځان باوري ښکاره شو، چې مخامخ یې د تجزیې ګواښونه پیل کړل او د خپل دېوال شریکي افغان ورور پر ځای یې، له سرسختو ګاونډيانو سره داتحاد لاسونه وپړکول.
نیشنلیزم هغه آفت شو، چې د هیواد رسمي ژبو کې یې د پردیو لغتونو د ترویج لپاره په مرګ کمپاین وکړ او اغېز یې تر دې کچې وو چې وروسته یې بیا آن په تذکره کې د افغانیت پر کلمه هم د شرم احساس کاوه.
پردیو ته د نیشنلیزم ارمغان همدا وو چې د شمال ازبیکان له آذربایجان سره په ګډه، د لویې ترکیې لپاره زیار وکاږي، تاجيکو بیا د لوی خراسان خوبونه لیدل او پښتنو بیا د پراخ پښتونستان….!
خو دا ټولې هغه وړۍ وې، چې دښمنانو یې تر پایه د شړۍ کیدو فرصت ور نکړ او یواځې یې افغانان د یوه او بل ګرم شوي نغري ته کېنول.
هو! موږ که غواړو له مختلفو قومونو ترکیب شوی ښایسته افغانستان ولرو، باید د مختلفو قومونو وروڼه خپل د کورنۍ غړي وبولو، په دین او عقیده شریک ته اولویت ورکړو او د هغو ډلو ټپلو پلانونو ته هیڅ مهلت ورنکړو چې غواړي دا خاوره د مختلفو قومونو په نوم ووېشي.
نیشنلیزم چې د هیواد، ژبې او قوم پالنې ته ویل کیږي، په کفري نړۍ کې ورته هیڅ ارزښت نشته او د واحد مسلمان پر وړاندې یو دریځی دی، خو موږ یو چې لومړی کلیوال تربور د پولې د شراکت له امله بد ګڼو، بیا تر هغه وروسته په قومونو او خیلونو کې سره وران یو، وروسته مو ژبې سره بیلوي او بیا په آخر کې مو ولایتونه او ولسوالۍ…
غواړو په هیواد کې مو هزاره ورور له پښتون نه ځان قربان کړي، پښتون له تاجیک او همداسې….؛ د یوه کور او کورنۍ فکر وکړو؛ نو سر له ننه باید د هغو کسانو، ډلو ټپلو او خوځښتونو مخه په کلکه ډب کړو، چې غواړي افغانانو کې دا بدمرغه تخم نهادینه کړي.

خالق یار احمدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button