ټولنه اوکلتور

سیالي پکار ده

نن سبا عصر د ساینس او ټکنالوژۍ دی، موږ افغانان له هیچا په هیڅ شي کې کم نه یو، خو که کم یو د علم او ټکنالوژۍ برخه کې کم یو.
پوهېږئ! چې ولې د علم او ټکنالوژۍ برخه کې وروسته پاتې یو، زما په اند څو عوامل یې دا دي.
۱– که نورې نړۍ ته وګورو، هغو په تېرو څو لسېزو کې د افغانستان په نسبت د نا امنۍ څرک هم نه دی لیدلی او په خپل ټول ځواک سره يې کوشش کړی، چې خپل اولادونه په هرډول عصري او فني علومو سمبال کړي، خو بدبختانه موږ څخه دغه مسلم حق په تېرو څو لسيزو کې پردي پالو او اجیرو ډلو تپلو اخیستې و.
۲– همدارنګه په نوره نړۍ کې د کانکور په امتحان کې لوړه نمره د تعلیم او تربیې پوهنځي وي، ورپسې د طب، انجینرۍ، اقتصاد او داسې نورو وي‌‍؛ خو له بده قسمته زموږ په هېواد کې لوړه نمره د طب، انجینري او نورو دي، خو له ټولو ښکته او هغه نمره چې مازې یو کس پوهنتون ته پرې کامیابیږي، هغه د تعلیم او تربیې پوهنځی دی.
ګورئ وروڼو! زه سل په سلو کې په دې یقین او باور لرم، چې د نورو هېوادونو د ساینس او ټکنالوژۍ د بریا راز په دې کې دی، چې هغوی د کانکور لوړه نمره د طب او انجینرۍ پر ځای، تعلیم او تربیې ته ورکړې، ځکه هغوی دا فکر لري، چې که استاد/ معلم تکړه، با استعداده، مسلکي او پوه شخص وي؛ نو له خپل شاګرد څخه به هم یو تکړه مسلکي ډاکټر ساینسپوه، انجینر، اقتصاد پوه او نور اشخاص جوړ کړي؛ خو که برعکس زموږ د هېواد غوندې له ټولو کمه نمره کې په ډیکو تمبو د تعلیم او تربیې پوهنځي ته کامیاب شوي؛ نو د هغه استاد، شاګردان به څه بلاوې وي! هغوی که طب، انجینري او یا بل پوهنځي ته کامیاب شي، نو د هغوي طبابت او انجینري به څنګه وي!؟
زما په اند، زموږ د هېواد د وروسته پاتېتوب او محتاجۍ یو عمده او اساسي لامل بې علمي، کمزورې رهبري یعنې کمزوري استادان او د کانکور په امتحان کې د تعلیم او تربیې پوهنځي ته تر ټولو پوهنځیو په ښکته مقام کې ځای ورکول دي.
۳– یو بل عامل د وروسته پاتې والي، چې دا هم د دویم عامل اړوند دی، هغه دا چې موږ افغانان تل د طب او تخنیک په برخه کې ګاونډیو هېوادو ته اړ/محتاج یو، ځکه یو خو په دې برخه کې هیچا خدمت نه دی کړی او بله خبره دا چې مخکې مو اشاره ورته وکړه، هغه د مسلکي استادانو، ډاکټرانو، انجینرانو او ورسره یو ځای په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال ماشین آلاتو نشتون دی او همدارنګه د هېواد په ابادۍ، د معادنو په کېندنو او د نورو پروژو پر مخ وړلو لپاره د عصري ماشیندریو نشتون دی، چې د دغو شیانو نشتون د هېواد په وروسته والي کې مهم رول لري.
۴– بله دا چې د طب په برخه کې د ښځینه ډاکټرانو نشتون، دا هم د وروسته پاتې کېدو یو مهم لامل دی، چې زموږ هېوادوال ورسره لاس او ګرېوان دي. د یادې موضوع په اړه زموږ علماء فرمایي، چې د اسلام له نظره د ضرورت په اساس مېرمنې کولی شي نارینه ډاکټر ته ولاړې شي او خپل علاج وکړي، آن که ضرورت پېښ شي، نارینه ډاکټر د ښځې هر ځای لیدلی او لمس کولی شي. دا منم، چې د اسلام له نظره کوم باک نه لري او نارینه ډاکټر د ضرورت پر مهال د ښځینه ناروغې هر ځای لیدلی او لمس کولی شي؛ خو زه وایم، چې ولې موږ دغه ضرورت ته لاره هواره کړو. ددې پر ځای چې ښځینه ډاکټرانې ورځ په ورځ کمې نه شي، باید روزلو ته یې لا ډېره توجو وکړو.زموږ افغان مېرمنې د حیا او شرم له وجې خپل مشکل نارینه ډاکټر ته نشي ویلی او ښځینه ډاکټرې ته یې ویلی شي. د ښځوځینې داسې مرضونه دي، چې هغه پرته له ښځینه ډاکټرې یې نارینه ډاکټر ته نشي ویلی او نه یې ورښکاره کولی شي، که له هغه مرضه مړه هم شي؛ نارینه ډاکټر ته یې نه وایي.
ایا دا به مناسبه وي چې یوه باحیا او باعزته افغان مېرمن دې د خپل مشکل حل کولو په نیت اولاً دلته په هېواد او وروسته بیا په ګاونډي هېواد کې د رنګارنګ بې حیایئ او تکالیفو سره مخ شي، هغه هم ددې لپاره چې په هېواد کې یې ښځینه ډاکټره نشته. قضاوت په خپله وکړئ. دا خو ولاکه د چا ایمان مني، نه غیرت او نه هم پښتو.
په اخیره کې ټولو افغانانو وروڼو نه هیله کوم، چې د خپل هېواد په ابادۍ کې د سیلانو سره سیالي وکړئ او یادې نیمګړتیاوې په خپل اخیري توان او طاقت سره پوره کړئ.

منیرفاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *