افغانستان

د هېواد په بازارونو کې د پیازو بیې ۵۰ سلنه ټیټې شوې دي

ننګرهار کې د وطني پيازو په رسېدو سره د پيازو په بیو کې تر ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی. سبزي پلورونکي د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، چې وروستیو کې د هېواد په بازارونو کې د پيازو بيې په بې سارې ډول لوړې شوې وې. یو شمېر کروندګر بیا له اسلامي امارت څخه غواړي چې د وارېدونکو پيازو پر وړاندې تعرفې لوړې او د سړو خونو په جوړېدو سره په هر موسم کې د سبزیجاتو د بیو لوړېدو مخه ونیسي.پر همدې مهال د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د سړو خونو له جوړېدو
پرته پر کورنیو حاصلاتو بسنه نشي کېدلی او دوی په دې برخه کې خپلې هڅې پيل کړي دي. د معلوماتو له مخې سږ کال د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې پر ۲۲۱۴ هکټاره ځمکه پياز کرل شوي چې زرګونه ټنه حاصلات به ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *