افغانستان

د کانونو وزارت: چین او قطر غواړي د افغانستان تېل استخراج کړي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چین او قطر د افغانستان پر نفتو او ګازو پانګونې ته لېواله دي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې د دغو دواړو هېوادونو استازو په تېره یوه میاشتې کې د نفتو د استخراج په تړاو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره کتلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي چې قطر غواړي د افغانستان تېل استخراج کړي او په دې برخه کې ښه تجربه لري. له دې سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین له حکومت څخه غواړي چې بهرنیو پانګوالو ته د کانونو په سپارلو کې ملي ګټې په پام کې ونیسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *