دینې لیکنېلیکنې

شيطان ته ښېرا مکوئ بسم الله وواياست

ژباړه: ابي المليح د خپل پلار څخه روايت کوي چي زه د رسول الله صلي الله عليه وسلم شا ته سپور وم چي زموږ اوښ ولخشېدی او غوځار سو، ما ويل: شيطان دي هلاک سي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: داسي مه وايه چي شيطان دي هلاک سي ځکه پدې باندي شيطان دومره غټيږي لکه کور او وايي: دا کار زما په زور باندي سوی دی، بلکي داسي ووايه (بسم الله) په نامه د الله، نو شيطان به دومره کوچنی سي لکه مچ.

مولوي نورالحق مظهري

يعني چي کله د يو مشکل سره مخامخ کيږی نو داسي مه واياست چي شيطان دي هلاک سي يا شيطانه کور دي خراب سه؛ ځکه پدې خبره شيطان ته ځان غټ معلوميږي او داسي فکر کوي چي دغه مشکل ده تاسي ته جوړ کړی دی بلکي د مشکل د پيښېدلو وروسته د الله تعالی نوم واخلئ تر څو شيطان و رټل سي ځکه د الله تعالی د نامه د اخيستلو سره شيطان دومره کوچينی کيږي لکه مچ.

يادونه: په ځينو خلګو کي داسي اصطلاح وي چي کله په نيکيو يا په صحت باندي د يو چا نوم يادوي نو وايي: د شيطان غوږونه دي کاڼه وي، يا چي کله د يوې ستونزي سره مخامخ سي نو وايي: شيطانه کور دي خراب سه. دا ټولي اصطلاحګاني د اسلامي عقيدې خلاف دي موږ بايد ځان ورڅخه وساتو.

عَنْ أَبِي الْمَلِيحِ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: كُنْتُ رَدِيفَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَعَثَرَ بَعِيرُنَا فَقُلْتُ: تَعِسَ الشَّيْطَانُ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لاَ تَقُلْ: تَعِسَ الشَّيْطَانُ، فَإِنَّهُ يَعْظُمُ حَتَّى يَصِيرَ مِثْلَ الْبَيْتِ وَيَقُولُ: بِقُوَّتِي، وَلَكِنْ قُلْ: بِاسْمِ اللهِ، فَإِنَّهُ يَصْغُرُ حَتَّى يَصِيرَ مِثْلَ الذُّبَابِ.[السنن الکبري للبيهقي10313]

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *