دینې لیکنېلیکنې

رسول الله«ص» له کومو شيانو پناه غوښتې ده؟

رسول الله ﷺ له ډيرو داسې شيانو څخه پناه او نجات غوښتی دی چې نن موږ هیڅ علم پرې نه لرو او په پټو سترګو پکې راګير يو.

حسان مجاهد

رسول الله ﷺ له ډيرو داسې شيانو څخه پناه او نجات غوښتی دی چې نن موږ هیڅ علم پرې نه لرو او په پټو سترګو پکې راګير يو.

له دغه بلاوو څخه درسول اللهﷺ دپناه غوښتنې دوه لامله کيدای شي: لومړی دا چې انسان ددغه شیانو زغم او دفاع نه شي کولای تر څو چې د الله تعالی نصرت نه وي. دوهم داچې رسول الله ﷺ خو له دې بلاوو ژغورل شوی و، مګر امت ته په دې کې تعليم دی چې بايد له دغه شیانو پناه وغواړي.

له کومو شيانو رسول الله ﷺ پنا غوښتې ده؟

۱- له بخل څخه ۲- له بې زړه توب څخه ۳- له بی وسۍ څخه۴- له غفلت څخه ۵-د جهنم له اورڅخه۶-د قبر له عذابه څخه.۷- له سوستي څخه ۸- له زيات بوډاتوب څخه ۹- ددجال له  فتنې څخه ۱۰-دژوند او مرګ له فتنې ۱۱-له پور څخه۱۲-له بد ملګري څخه.۱۳- له غم څخه.۱۴- د شتمنۍ له شر څخه.۱۵- د فقر له شر څخه۱۶- له پټو او ښکاره فتنو څخه ۱۷- له بدي پايلې ۱۸- ددښمنانو له خوشحالتيا څخه۱۹- له بې ګټې علم څخه ۲۰- له وږي نفس څخه ۲۱- له داسې زړه څخه چې ویره نه لري ۲۲- له داسې دعا څخه چې نه قبلېږي ۲۳- د نعمت له زواله- ۲۴دعافيت له زواله ۲۵- دسترګو، غوږو، ژبې او شرمګا له شر څخه ۲۶- له ليونتوب څخه ۲۷- له پيس، جذام او نورو ناوړه مرضونو څخه ۲۸- دسوزيدو له مرګه ۲۹- دغرقيدو له مرګه ۳۰- دزهرو له مرګه۳۱- دجهاد په لاره کې د تيښتې له مرګه ۳۲- له بد اخلاقي څخه ۳۳- دلوږي څخه ۳۴- له خيانته څخه ۳۵- دمظلوم له ښيرا څخه ۳۶- له بد اخلاقه ميرمنې څخه.۳۷- له ناصالح اولاده ۳۸- له ناڅاپي مرګه ۳۹- دنفس او شيطان له شر څخه. ۴۰- له کفر، شرک او نفاق څخه.

سپارښتنه! هر مؤمن او مؤمنه بايد له دغو شیانو څخه سهار او ماښام په الله تعالی پناه وغواړي تر څو ددنیا او آخرت له فتنو وژغورل شي. ممکن په دعا کې پورتني ټول شيان يادول ګران کار دی؛ ځکه نو بايد داسې دعا وشي « يا الله! هغه څه غواړم چې رسول الله ﷺ له تا څخه غوښتي دي او له هغه څه مې وساته چې رسول الله ﷺ په تا باندې له هغه څخه پناه غوښتې ده. په دغه الفاظو دعا هم رانقل شوې ده [مسند احمد او ابن ماجه]

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *