د. أحمد بن عثمان المزيد+د. عادل بن علي الشدي / ژباړه: عبدالعزيز ابوبکر / څلورمه برخه
۵۴:- د اولاد په خبرو او كارو ملنډي مه وهه.
۵۵:- اولاد ته د مباركۍ، هركلي او دوستۍ ټكي ور زده كړه.
۵۶:- اولاد ډېر مه نازوه.
۵۷:- يو كار ته په هڅولو كې په مادي لالچ اولاد مه أموخته كوه، ځكه د مادياتو پر وړاندې د هغه شخصيت كمزوری كوي.
۵۸:- اولاد خپل د لومړۍ رتبې ملگری وگرځوه.
فزيكي جوړښت:
۵۹:- اولاد ته د لوبو لپاره ښه اندازه وخت وركړه.
۶۰:- اولاد ته گټورې لوبې برابرې كړه.
۶۱:- پرې يې ږده چې ځينې لوبې خپله خوښې كړي.
۶۲:- اولاد ته لامبو وهل، منډه وهل او ځينې د ځواكمنۍ لوبې ور زده كړه.
۶۳:- په ځينې لوبو كې كله ناكله اولاد پر ځان مخكې او بريالی كوه.
۶۴:- اولاد ته مناسب خواړه برابر كړه.
۶۵:- د اولاد د خوراك وختونه منظم ساته.
۶۶:- اولاد د خوړو په رانيولو كې له زيادته لرې ساته.
۶۷۹:- اولاد سره د خوړو رانېولو د وخت په تېروتنو حساب مه كوه.
۷۸:- اولاد ته هغه خواړه برابر كړه چې هغه يې هر وخت شوق لري.
روحي/رواني جوړښت:
۶۹:- اولاد ته ښه غوږ نيسه او هرې خبرې ته يې پوره پاملرنه ساته.
۷۰:- اولاد داسي أموخته كړه چې په خپله د ستونزو مقابله كوي، خو د ده په ناپامۍ كې ورسره همكاري كولای شې.
۷۱:- كوم وخت چې دې اولاد يو ښه كار ترسره كړي، نو درنښت او مننه يې وكړه.
۷۲:- اولاد لوړې او سوگند كولو ته مه اړ كوه، بلكې (چې هغه يې كوي هم) ورته وايه له لوړې او سوگند پرته مې ستا خبره زړه ته لوېږي.
۷۳:- د گواښونو او ترټنې له ټكو ځان ساته.
۷۴:- اولاد ته دا احساس وركوه چې يا يې شخصيت ښه نه دی او يا ناپوه دی پر څه نه پوهېږي.
۷۵:- د اولاد له ډېرو پوښتنو مه تنگېږه او هڅه وكړه چې ټولو پوښتنو ته يې اسانه او د باور وړ ځوابونه وركړې.
۷۶:- اولاد په سينه پورې ونيسه او د خپلې مينې او شفقت احساس وركړه.
۷۷:- له اولاد سره په ځينې كارو كې مشوره وكړه او بيا يې په مشوره عمل هم وكړه.
۷۸:- اولاد ته د دې احساس وركړه چې تر يو حده له نورو سره د معاملو واك لري.
پاتې لري…