دینې لیکنې

فردي ژوندکې د دين ارزښت

څرنګه چې انسان له ډېرو کمالاتو هنرونو او غټې مرتبې بيا هم يو نيمکړی مخلوق دی، محتاج دی، بدني اړتياوې اوکمزوري لري او د وېرې، پرېشنانۍ او داخلي احساساتو د باو لاندې راځي آن تردې چې کله ناکه خو ځينې انسانان دومره په وېره او وارخطايۍ کې ګېر شي چې ايله د خپل ځان په وژلو زړه ته سکون لټوي. ښکاره ده چې د انسان دا ډول ستونزې بل هېڅوک نه شي هولارولای پرته له هماغه ځښتنه چې دی یې له نيستۍ نه را هست کړی، نو ځکه په فطري ډول د دغسې ناخوالو پرمهال انسان کومې داسې ماورا طبعيت هستۍ ته پيغام لېږدوي چې هغه د بشپړ واک او قدرت مالک وي، په هر کړاوکې يې مرسته وکړي او پرې ډاډه واوسي، نو له همدې امله خو يو غټ شمېر انسانانو کله يوڅه کله بل څه ته مخه کړې،تردې چې د خپلو بې بنسټه خيالاتو پرمټ يې هغه شي ته د فوق العاده واک اختيار ورکولو تکل کړی او پر هماغه خيالي برلاسي شکل قانع شوی او زړه يې پورې تړلی دی هو يقيناً انسان له يو دغسې قادر، عليم او خبير خدای نه پرته نه شي ډاډه کېدای ، زړه يې نه کرارېږي او د ماغ يې نه هوساکېږي ، خو کله چې انسان بيا د خپل خالق لوری او درک وپېژني ، د هغه له لارښوونو ځان خبر او هغه د خپل ژوند تګلاره وټاکي،نو بيا دغسې انسان ته يو ديندار سړی ويل کېږي او ديندار سړی خو معلومه ده چې څرنګه خپل خالق او څښتن سره مخلص وي ،همدغسې خپلې کورنۍ ، مېرمن ، اولاد ،مور اوپلار ، وروڼه ،خويندې، نورخپلوان ،ګاونډيان ملګري ، آشنا اونا اشنا خلک ،لارويان ، بې وزلي او هر ډول د ناستې انډېوالان ټول محترم ګڼي، له ټولو سره ښېګڼه او غوره چلند کوي، له ځورولو يې ځان ساتي او خدمت يې د خپل ځان لپاره ګټه او ثواب ګڼي ، پر دين ولاړ سړی پرچا ظلم نه کوي، له خيانت او ټګۍ ځان ساتي، غلا او تېری بد ورته ښکاري، په ټولنه کې د يو ګټور او صالح فرد چلند کوي او هېڅ ډول جرايمو ته نه ورنژدې کېږي، تردې چې پر نورو څارويو هم ښه ډېر شفقت او ترحم کوي.بنا پردې ويلای شو چې ديني تعليمات او پرهغو کلک درېدل او عمل پرې کول د فرد په ژوندانه کې خورا زيات اغېزناک رول درلودلای او په نتيجه کې خپله هغه ته يو هوسا، ښاغلی ،پتمن او ډاډه ژوند چمتوکولای شي، داسې تل له ډېرو ناخوالو ،پرېشانيو اوکورنيو او ټولنيزو لانجو په امان وي، خو په مقابل کې يو مادي او له دينه وتلي کس سره له پوره وسايلو ، زامنو ، شتمنيو او زورځواکه بيا غمجن ،وارخطا، پرېشانه اوستومانه وي، هېڅکله ډاډ او سکون نه شي ترلاسه کولای ، سم خوب نه شي کولای،له خوراک ، څښاک او حتی مېرمنو نه خوند نه شي اخيستلای ، داسې انسانان تل په خپلو تېرو کړنو حسرتونه او پښيمانۍ کوي او دراتلونکې لپاره هميشه اندېښمن او وارخطا وي دا ډول ژوند يقيناً غير فطري ژوند وي، دا بالکل د هغو اصولو پرخلاف وي چې الله تعالی دکائناتوانتظام لپاره ټاکلی او هرڅوک چې سيلاب ته مخامخ ورځي يا لکه د يوې کارخانې او ماشين د ټولو څرخونو پرخلاف چې څوک يو څرخ په بل لور ګرځوي،نو خامخا به خپل ځان تباه کوي، مشکل به جوړوي او ژوند به خرابوي الله تعالی همدغه مطلب په صفا ټکو څرګند کړی چې وايي. ژباړه: يعنې څوک چې زما له يادولو چې دين مراد دی ډډه کوي،نو يقيناً د هغه لپاره د تنګسی او پرېشانۍ ژوندون
دی.

یونس روهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *