مقالی اوتبصرې

فساد او مفسد شپږمه برخه

سياسي فساد:
سياسي فساد دې ته وايي چې د حاکميت په ډګر کې نظامونه فاسد شي او يا د نظامونو د واکمنۍ په اړه د خلکو فکرونه منحرف شي.
کله چې په نظامونو کې مشران، د نظام غړي، د ګوندونو رهبران او په عموم کې چارواکي د حکومتولۍ په ميدان کې په فساد اخته شي او د نظام پرمخ بېول يې د اسلامي اصولو سره برابر نه وي دلته موږ ويلای شو چې دغه نظامونه په سياسي فساد اخته دي؛ د بېلګې په ډول: د دې پر ځای چې په نظام کې د الله تعالی له لوري خلافت، د الله تعالی د دين ساتل او نشرول، د انساني ټولنې خدمت په پام کې ونيول شي د نورو شيانو لپاره حکومتولي کېږي د مثال په ډول: د ځينو خلکو شخصي ګټې په پام کې نيول کېږي، د کفري هيوادونو د پاليسۍ مراعات کېږي، د انسانانو حريت او آزادي ورڅخه سلبېږي او په انساني ټولنه کې ترپګنۍ او دښمنۍ ته خلک هڅول كېږي.
همداسې په خلکو کې د اسلامي حاکميت خلاف فکر پيدا کول هم د سياسي فساد يوه برخه ده او دا ځکه ډېره خطرناکه ده چې پر مځکه د الله تعالی د نظام د حاکميت مخه نيسي چې په نتيجه کې پر انساني ټولنې کافران يا فاسقان حاکمان مسلطېږي او په تدريجي ډول د الله تعالی له لوري را استول شوی دين د خلکو د ژوند څخه بېګانه کېږي.
د سياسي فساد څو بېلګې:
۱ – حاکميت او نظام د شريعت څخه بېل ګڼل.
۲ – په حاکميت کې استبداد او بې عدالتي.
۳ – په حکومتولۍ کې د اشتراکيت يا سوسياليزم نظريه.
۴ – په حکومتولۍ کې د آزاد بازار يا کاپيټاليزم نظريه.
۵ – په نظام کې د دين عدم خودکفايۍ نظريه.
۶ – په نظام کې د اسلامي اصولو څخه بهر ګونديز يا شخصي انحصار.
۷ – د عامو ټولټاکنو له لارې د نظام جوړول او چلول.
۸ – نا اهل کس ته د وظيفې سپارل.
۹ – خلک او نظام د يو بل په مقابل کې درېدل.
۱۱ – او هر هغه عمل چې اسلامي حاکميت ټکنی يا معطل کوي.
دوام لري…

 مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *