دینې لیکنې

هغه مشهورې تاریخي پېښې چې په رمضان المبارک کې واقع شوې

ساجدالله عظمت
۱ــ د وحې نزول (قران کریم نازلیدل):
الله جل جلاله وايي: ژباړه: د رمضان میاشت هغه ده چې قران کریم په کې نازل شوی، چې د خلکو لپاره هدایت او څرګندو نښو لرونکی، د سمې لارې ښوونکی، د حق او باطل بېلوونکی کتاب دی. (د بقرې سورت ۱۸۵ ایت)
د وحې نزول هغه مهال شروع شو چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم حراء غار کې و او دا د رمضان میاشت وه، چې د بعثت لومړی کال، لومړۍ ورځ او اولنۍ شېبې وې. دا مهال د عیسی علیه السلام له مېلاده ۶۱۰ کلونه تېر شوي وو.
هو! په حقیقت دا خورا ستره پېښه ده، په دې سره الله جل جلاله خپل بندګان ونازول او محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم یې د دې عزت او کرامت لپاره غوره کړ. څو انسانان د الله جل جلاله له عبادت پرته د نورو څیزونو له عبادته ایسار کړي او نړۍ له کفر و شرکه پاکه کړي، هماغه و چې ۱۳ کاله یې انسانان د الله جل جلاله وحدانیت، یووالي او ښو خویونو ته را وبلل او بیا مدینې منورې ته له اصحابو کرامو سره مهاجر شو.
۲ــ د بدر غزا:
په اسلامي تاریخ کې تر ټولو لومړنۍ غزا ده چې رسول مقبول صلی الله علیه وسلم خپله ونډه په کې اخیستې ده. دا غزا د هجرت په دوهم کال، د رمضان په ۱۷م تاریخ د مکې له مشرکانو سره وشوه، د هغوی یاغي او سرکش مشر ابوجهل د ۷۰ مشرکانو په ګډون په دې غزا کې ووژل شو او همدومره نور مشرکان د ۳۱۳ کسیز کمزوري مسلمان لښکر په لاس بندیان شول. د یادولو وړ ده چې د مکه والو د لښکر شمېر ۱۰۰۰ تنه و.
۳ــ د اذان پیل:
مسلمانان چې په مدینه منوره کې په ډاډ او امن سره میشت شول، د الله جل جلاله عبادت یې اوس ښکاره په جماعت سره ادا کولی شو؛ خو ستونزه دا وه چې د پنځه وخته لمانځه لپاره د خبرولو مشخصه طریقه نه وه. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له اصحابو کرامو سره مشوره وکړه چې ډول ډول وړاندیزونه وشول، اما ټاکلې پرېکړه ونشوه. حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم او اصحاب کرام رضي الله عنهم کورونو ته ستانه شول، حضرت عبدالله بن زید رضي الله عنه د شپې په خوب کې یو سړی ولیده او ده ته یې اذان او د هغه کیفیت ور وښود. کله چې سهار شو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او څه یې چې لیدلي وو هغه یې ورته وویل.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وویل: بېشکه دا یو حق او رښتونی خوب دی. ځه بلال رضي الله عنه سره پاڅېږه تا چې څه اوریدلي هغه بلال(رض) ته ووایه، هغه به په زوره په هغو (کلماتو) سره اذان (اعلان) وکړي.
هو! له هماغې ورځې اذان پيل شو چې تر اوسه د نړۍ په ټولو مساجدو کې زمزمه کیږي او مسلمانان یې په اوریدو سره د لمنځونو بندوبست کوي. (الحمدلله)
۳ــ د مکې فتح:
له مکې مکرمې څخه د الله جل جلاله نازولي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوبکر صدیق رضي الله عنه په ملتیا پټ هجرت وکړ، ځکه د مکې مشرکانو د دوی دواړو په سر سل اوښان انعام ټاکلی و. د الله جل جلاله له لوري په هر څه کې حکمت نغښتی وي، له هجرته وروسته د مسلمانانو او مشرکانو ترمنځ څو جګړې وشوې، د کفر ستر ستر اشخاص په کې ووژل شو او د شرک ملا ماته شوه، نو د حکیم الله عزوجل له حکمته ډکه فیصله راغله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابراهیم خلیل الله او اسماعیل ذبیح الله د ودان کړي کور په لوري وخوځیږي او (بیت الله شریف) د شرک او بوتانو له نجاسته پاک کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له زرګونو اصحابو کرامو رضي الله عنم سره مخ په مکه وخوځېده او هغه یې د مشرکانو له شرکه او د بوتانو له لمانځنې څخه پاک کړ. دا ستره پېښه د هجرت په اتم کال د رمضان په میاشت کې وشوه، چې له دې وروسته د ابوسفیان رضي الله عنه په ګډون زرګونه کسان په اسلام مشرف شول.
۴ــ د حضرت علي کرم الله وجهه شهادت:
علي کرم الله وجهه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د ګران تره (ابوطالب) زوی و، چې په ماشومانو کې لومړنی مسلمان و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم زوم د فاطمې رضي الله عنها خاوند او د حسن او حسین رضي الله عنهما پلار و، په ټولو غزاګانو کې یې توره ځلولې وه، په خندق غزا کې یې ستر مشرک پهلوان عبد بن ود وواژه او په خیبر کې یې د یهودو غټ اتل مرحب وغځاو. علي رضي الله عنه د اسلام څلورم راشد خلیفه او له خلافته مخکې د دریو واړو راشدو خلیفه ګانو حامي او ملاتړی و.
دا ستر انسان د هجرت په ۴۰م کال د رمضان په ۱۷مه نېټه د عبدالرحمن بن ملجم په توره چې په زهرو باندې یې لړلې وه، شهید شو. دا داسې لحظه وه چې ده په مسلمانانو د سهار لمونځ اداء کاوو. د خارجي دښمن له لوري د ټپ خوړلو پر مهال یې دا مشهوره خبره وکړه: «فزت و رب الکعبة فزت و رب الکعبة…»
ژباړه: د کعبې په رب مې دې قسم وي چې زه بریالی شوم، د کعبې په رب لوړه کوم چې زه خپل هدف ته ورسېدم.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *