دینې لیکنې

روژه د برکتونو میاشت! لومړۍ برخه

مولوي نورالحق مظهري
د رسول الله صلي الله عليه وسلم د امت سره دا د الله پاک لوی احسان دی چي دوی ته يې د روژې مبارکه مياشت ورکړېده او دا مبارکه مياشت لکه الله پاک چي په قرآن کي او رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو احاديثو کي مبارکه بللې همداسي د برکتونو او ثوابونو څخه ډکه ده، موږ به په نوبت ددې مبارکي میاشتي دډېر برکته ستاسي شريک کړو .
لومړی برکت:
لومړی بركت ددې مياشتي دا دی چي الله پاک دا مياشته د عظيم عبادت روژې لپاره ځانګړې کړې او تر نورو مياشتو يې ددې رتبه لوړه کړې لکه الله پاک چي فرمايي:
[ البقرة 185] ژباړ: څوک چي ستاسو څخه مياشت وويني نو حتما دي روژة ونيسي.
دا چي الله پاک دا میاشت دداسي عظیم عبادت لپاره ځانګړې کړه او د دغه عبادت وخت یې دغه میاشت وګرځوله دا خپله لوی برکت دی.
نو موږ باید ددې میاشتي قدر وپېژنو پدې میاشتي کي د عظیم عبادت ترڅنګ نور عبادتونه هم ډېر وکړو تر څو الله پاک مو د خپلو خاصو بندګانو څخه وګرځوي.
دویم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي الله پاک پدې مياشتي کي قرآن عظيم الشان نازل کړی دی هغه قرآن چي د انسان د دنيوي او اخروي سعادت لپاره اساسي قانون دی لکه څنګه چي الله پاک فرمايي:
ژباړه: د روژې مياشت هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل سوی دی، هغه قرآن چي د خلګو لپاره هدايت دی او د لارښووني او د حق او باطل تر مينځ د توپير کولو لپاره نښي دي.
نو موږ مسلمانان چي څومره قرآن ته احترام لرو، هغه پر خپل ژوند باندي حاکم بولو او خپله هره ستونزه پر قرآن باندي آواروو؛ د روژې د مبارکي میاشتي احترام هم باید ولرو او چي په کومو کارونو یې سمه لمانځنه او حق آداینه کیږي هماغه کارونه وکړو.
دوام لري…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *