مقالی اوتبصرې

د مسلمانانو په منځ کې د فتنو ډولونه

نورالحق

۱ – منفي او د درواغو تبليغات؛ ددې لپاره چي پر مسلمانانو حقائق ګډوډ سي، په درواغو پسې ولاړ سي او د ژوند په ټولو چارو کې د ستونزو سره مخامخ سي ځيني فتنه ګر خلګ په مسلمانانو کې درواغ او باطل نشروي لکه د مدينې منورې منافقينو او يهودو چي همداسي کول.
۲ – د مسلمانانو په مينځ اختلافاتو ته لمن وهل؛ کله چي په مسلمانانو کې د قوت آثار وليدل سي او مسلمانان پر يو اسلامي نظام باندي سره راټول سي پدې وخت کې نو ځيني فتنه ګر انسانان کوښښ کوي چي په ګڼو لارو د مسلمانانو تر مينځ اختلافات پيدا کړي او مسلمانان پر مختلفو قومونو، ډلو ټپلو، حزبونو، ځايونو، ژبو او رنګونو باندي وويشي او يا په مسلمانانو کې پر يو بل د بې ځايه تهمت ويلو کړنه رواج کړي لکه په مدينه منوره کې چي يهودو د اسلامي دولت د جوړېدلو د څرک ليدلو وروسته همداسي کول او يا لکه د اسلامي خلافتونو په وخت کې چي کفارو او خوارجو د اسلامي خلافت د نړولو لپاره د همدې تاکتيک څخه کار اخيستی.
۳ – په مسلمانانو کې د فحشاء خپرول؛ ددې لپاره چي د مسلمانانو څخه معنوي او روحي قوت ولاړ سي ځيني فتنه ګر انسانان کوښښ کوي په مسلمانانو کې د ګڼو لارو څخه فحشاء او بې حيايي خپره کړي چي پدې کار کې ددوی ډېر تمرکز پر ځوانانو او ښځو باندي وي.
البته د مسلمانانو په مينځ کې د کفارو او فتنه ګرو انسانانو لخوا د فحشاء خپرولو ډېري لويي بېلګي په تاريخونو کې ثبت سويدي چي تر ټولو نژدې يې زموږ په هيواد افغانستان کې د شل کلن اشغال په دوره کې د اشغالګرو او ددوی د مزدورانو لخوا د فحشاء لپاره په پيراخه کچه کار کول دي.
۴ – په دين کې شبهات پيدا کول؛ ددې لپاره چي خلګ ددين څخه ليري سي او يا مسلمانانو ته په دين کې شک پيدا سي کفار او فتنه ګر خلګ تل په مسلمانانو کې ددين په اړه شبهات پيدا کوي او يو ډول مسلمانان د الله ددين پر لاره د روانېدلو څخه راګرځوي.
۵ – د نظام پر مشرانو او پر ديني عالمانو بې باوري؛ ددې لپاره چي مسلمانان په ديني او سياسي برخو کې بې سرپرسته او بې مشرانو پاته سي کفار او فتنه ګر انسانان ددې کوښښ کوي چي پر ديني علماو او د حاکم اسلامي نظام پر مشرانو د خلګو باور کم کړي تر څو خلک هم په دين کې او هم په سياست کې د تزلزل سره مخامخ سي او په تنيجه کې په فکري او سياسي انحراف باندي اخته سي.
مسلمانان بايد تل هوښيار اوسي او په خپل مينځ کې هيڅ ډول فتنې ته د راپورته کېدلو اجازه ورنکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *