افغانستان

هلمند کې له پخوا ډېر شات تولید شوي

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د شاتو په تولیداتو کې زیاتوالی راغلی دی. ځايي مسوولین په هلمند کې د شاتو د تولیداتو د زیاتوالي لامل د نویو نباتي ګلانو تولید او له دغه کر سره د هلمندي بڼوالو بلدتیا ښیي او وایي چې په یاد ولایت کې د شاتو کارو بار ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی. د دغه ولایت د مچیو فارم لرونکي وايي، تېر کال یې له یو فارم څخه یو ټن شات ترلاسه کړي دي. فارم لرونکي وايي که د کرنې او مالدارۍ ریاست له دوی سره مرسته وکړي په کاروبار کې به یې نور مثبت بدلو راشي. بل لور ته بیا د هلمند د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې ۱۰۰ فارمونه ثبت او راجستر دي او په وینا یې راتلونکې کې په پام کې لري تر څو د دوی فارمونو ته وده ورکړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button