افغانستان

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې وستایل شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پرون په خپل کاري دفتر کې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور له رئیس معزالدين احمدي سره وکتل.
د دغه کتنې په پیل کې معزالدين احمدي خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه او شته ستونزې له ملا خیرالله خیرخواه سره شریکي کړې او زیاته یې کړه چې بدخشان يو له لرې پرتو ولايتونو څخه دی او باید ورته پاملرنه وشي.
ورپسې ملا خیرالله خیرخواه د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه والي او پرمختګ لپاره یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې اړوندو برخو کې به ورته جدي پاملرنه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *