افغانستان

هرات هره ورځ د لسګونو کورنيو او بهرنيو سیلانیانو کوربه دی

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې دغه ولایت ته ۱۰ تنه راغليو پولنډي سیلانیانو د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس مولانا نعیم الحق حقاني سره وکتل.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم الحق حقاني پولنډي سیلانیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې دغه ولایت ته هره ورځ لسګونه کورني او بهرني سیلانیان سفر او له تاریخي او فرهنګي سیمو څخه لیدنه کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې بهرني سیلانیان د خپلو هېوادونو استازي دي او کولای شي په افغانستان کې شته واقعیتونه تر خپلو هېوادوالو ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې پولنډي سیلانیانو هرات ته د سفر په ترڅ کې ویلي، چې د افغانستان له ټولو تاريخي ځایونو څخه به لیدنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *