تاریخ او جغرافیه

وحشي کودتا!

ښکلی وطن مو بېرته تر یو څه حده ښه شوی و؛ خو پوره امنیت نه و، داړه ماران، غله، لوټماران او اختطاف ګر اوس هم د کابل په لوڅو، کنډ کپر او ماتو کوڅو کې ګرځېدل، داسې لکه کوم پسه پسې چې لیوان لیکه شوي وي.
د مازدیګر په وروستي وخت کې د کابل لوټ او وران ښار یوې څنډې ته د سودا اخیستلو په نيت ووتلم؛ لسګونه خیرماران (خیرات غوښتونکي) مې ولیدل، چې په یو ډول شرم سره به یې سترګې ښکته واچولې او و به یې ویل: «د خدای په نامه سره لږ څه راکړه»
یو ځل خو غوسه راغله، چې دا دومره ډېر خلک: (ماشومان، غټان، واړه، بوډاګان، کوچنۍ نجونې، پېغلې او بوډۍ) خیر او خیرات ولې غواړي؛ خو بیا د هجرت ژوند رایاد شو، چې یوه ورځ مې له ډېرې مجبورۍ او د دوو ورځو له نهارۍ تېرولو وروسته خیر وغوښته؛ د کودتا د لومړۍ ورځې د ارګ په لور د خلقیانو ډزې رایادې شوې، چې غوږونه یې وړل؛ بیا د شورویانو یرغل په ذهن راوګرځېده، چې څنګه یې د کابل له اسمان څکو ودانیو تورې لوخړې او خړې دوړې پورته کړې او په خاورو، کنډرونو او بېدیاو یې بدلې کړې.
خپل کور رایاد شو، چې ماښام ورتلم؛ نو کنډواله ترې جوړه وه او په ټول کلي کې دوه کورونه روغ پاتې وو، داسې چې ته وايي: د چنګېز لښکر پرې راغی؛ د کور په لور مې منډه واخیسته؛ دوه خامې (خټینې) خونې مو ړنګې شوې وې؛ د مور سوی بدن ته مې بې هوښه شوم؛ د ۲ نیمو کالو ورور ټپي بدن ته مې ور منډې کړې. د هغه معصوم بې ساه وجود ته مې کریغې وکړې او په سینې پورې مې ونیو. د مشرې خور مړ او بې روحه جسد مې په سینې پورې ونیو؛ د خپل بابا په لور مې ورمنډې کړې؛ هغه له وخته خپل پور پرې کړی و؛ بیا هېڅ په ځان پوه نه شوم؛ خو چې کتل مې؛ په پېښور کې له نورو کډوالو کلیوالو سره وم، له هغو سره چې له لسګونو یې یوازې د ګوتو شمېر پاتې وو.
له دې ورځې مې ژوند بدرنګ شو، څو ځله مې د ځانوژنې فکر وکړ؛ خو لا هم په خپلې مېرمنې، ورېندار او مشر ورور پسې ګرځېدم او دې هیلې چې ښایي هغوی ژوندي وي؛ زه هم ژوندی
ساتلم.
بیا د شورویانو له ماتې یوه میاشت وروسته وخت رایاد شو، چې د کابل په احمد شاه بابا کې مې خپلې مېرمنې راڅخه خیر وغوښته؛ خو چې راته ځیر شوه؛ نو یوه چیغه یې له خولې ووتله؛ کله مې چې روغتون ته ورسوله؛ نو ومې لیده، چې خپله مېرمن مې ده؛ په هماغه ځای مې دماغي جټکه خوړلې وه؛ چې سترګې مې خلاصې کړې؛ مېرمن مې سر ته ناسته وه او ښکلولم یې!
هو موږ یو هوسا ژوند درلود؛ خو یوې تورې کودتا مو د سپین سهار ژوند تک تور کړ! پیغلې مو سرتورې، ماشومان مو یتیمان، مېرمنې مو کونډې، میندې مو بورې، خویندې مو ورارې شوې. غربت او لوږې مو د ډېرو ګلالیو ماشومانو ژوند واخیسته، کورونه مو د سرو ښامارانو له ویرې پرېښودل او نورو هېوادونو ته په هجرت اړ شو، ډېر پوهان، مشران او عالمان مو تورې خاورې شول، د ډېرو پېغلو د سر تاجونه (خاوندان، مېړونه) تر نننه ورک او یا ژوندي خښ شول، د ډېرو زلمیانو ارمانونه (کوژدنې، مېرمنې) د تناره په غاړه د روسي جیټ الوتکو د بمبار له امله شیهدانې شوې او هر وحشت وشو، داسې وحشتونه چې نړۍ یې ساری نه و لیدلی.
زه لا په دې سوچونو کې ښکېل وم، چې د شنو سترګو پښې ابله ماشوم راته وویل: کاکا د خدای په نامه…
ژر مې بټوې ته لاس کړ او یو څو افغانۍ مې ورکړې، هېڅ مې ور و نه کتل او ټیټې سترګې ترې روان
شوم!

سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *