تاریخ او جغرافیه

یوه پکې زما مېرمن هم په شهادت رسېدلې!

16/12/1396 هـ لمریز کال
د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې ګډ غلیم د عملیاتو په موخه راوتلی و، د مجاهدینو له لوري د سخت مقاومت سره مخ شو، دروند زیان ور واوښت، ګڼ شمېر خارجي یرغلګر ځواکونه ووژل شوه.
همدا شان په دې جګړه کې ځنې مجاهدین هم په شهادت ورسېدل چې یو پکې مولوي نصرت اغا شهید هم و، چې د بالابلوک ولسوالۍ د نظامي کمېسیون مسؤلیت هم ور دغادې و.
دښمن د خپل همېشني عادت له مخې په سیمه کې درنده بمبارې وکړه، ګن شمېر ولسي کورونه یې ړنګ کړل چې زیات شمېر ولسي وګړې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې په شهادت ورسېدل.
موږ د دې لپاره چې په سیمه کې د ولسي خلکو د شهیدانو او زیانونو جاج واخلو د ګراني کلي ته روان شو.
کله چې رود ته راشیوه شو یو ځوان مې تر سترګو سو چې پلی روان و، موټر مې ورته ودراوه ځوان هم موټر کې سپور شو. د جوړ په خیر نه وروسته مې ترې وپوښتل ځوانه د کوم کلي یاست؟ ځواب یې راکړ د ګراني د کلي.
ښه ځوانه که د دې بمبار په هکله لږ معلومات راکړئ؟ ځوان په داسې حال کې چې د خپګان نښې یې له ورایه پر مخ څرګندې وې سوړ اسوېلی وکېښ او بیا یې په خبرو پیل وکړ:
دلته په یوه کور کې څو کسان او ښځې په شهادت ورسېدلې چې یوه په کې زما مېرمن هم وه. ښه ښه ستاسې کوروالا؟ ځوان را غبرګه کړه. هو زما مېرمن! چې تراوسه یې لا جسدونه تر خاورو لاندې دي او نه دي را اېستل شوي.
ځوان دوام ورکړ ما کوزده په پنځه لکه افغانۍ کړې وه چې دوه نیم لکه مې په درې کاله کې خسر ته رسولې وې او دوه نیم نورې یې پاتې وې.
باور وکړئ د دې ځوان په حالت ډېر وځورېدلم چې په درې کاله کې یې نیم ولور اداء کړی او کور ودانه یې په شهادت ورسېده او بیا به د بلې کوزدې وس څه ډول او کله پیدا کوي. ؟!
د ځوان زړه له کوټلو وېنو ډک و، غوښتل یې چې د خپل ویر داستان ته نوره هم ادامه ورکړي خو موږ هم خپل هدف ته ور ورسېدو او د ډرون الوتکو له ډاره مو په بېړه موږ ته د راسپارل شوي دندې په ترسره کولو پیل وکړ.
***
زړه درته کوچنی نه شي!
23/2/1398 هـ لمریز کال
نجات شهید ډېر اخلاص مند او تقوا داره مجاهد و، د ډېرو سختو شپو او ورځو ملګری مو و. هغه وخت چې د خارجي ځواکونو د ځمکني او هوایي چاپو د ډار خپسکې ټول چاپېرچل تر اغېز لاندې نیولی و، د ده کوټه او باغ زموږ لپاره پټنځای او پناه ګاه وه.
کله چې به ورغلو خورا په اخلاص، دیانت او خوښۍ به یې خدمت کاوه، کله ناکله خو یې آن ټوله شپه په یواځې ځان پیره هم کوله.
د الله کارونه دي کله چې ده تازه د ځوانۍ په پسرلي کې پل ایښی و، پلار او کاکا یې (محمد شریف چې د روسانو په وړاندې د جهاد په مهال یو تکړه قوماندان و) په تېر امارت کې د شر او فساد له ځواکونو سره په مبارزه کې د بادغیس ولایت په مربوطاتو کې په شهادت ورسېدل.
ده هم د امریکایانو د اشغال په خلاف تر خپل وسه په جهاد کې ونډه اخیستله، تل یې هڅه دا وه چې د جهاد اسباب په خپل شخصي حساب برابر کړي.
قسمت یې همداسې و، د فراه رود ولسوالۍ کې د ګڼو نورو مجاهدینو سره د روژه ماتي په مهال د ډرون په ګوزار کې په شهادت ورسید.
کله چې یې د فاتحې لپاره د کور په طرف روان شوو ټوله لار کې مې دا اندېښنه وه، چې څه ډول یې د اولادونو سره مخامخ شم؟! زه چې کله د شهیدانو د تعزیت لپاره ورځم واقعاً ډېر تر اغېز لاندې راځم پر قریبانو، خپلوانو او اولادونو مې سخت زړه سوځي.
کله چې د موټر نه کښته شوو، په خوله کې مې لاڼي وچې شوې، پښې مې په رېږدېدا وې کله چې د شهید د زوی (چې عمر به یې ۱۷ کالوته رسېدی) سترګې پر موږ ولګېدې مخې ته راغلی، له لیرې یې په خندنۍ لهجه ږغ وکړ مولوي صاحب! الله مو راوله، داسې نه چې د لوی لالا په شهادت (ما به د ده پلار ته همدا تخلص کاراوه) مو دیغیت کړی وي او یازړه درته کوچنی شوی وي… تشویش مه کوه د ده پر ځای زه یم چې هر خدمت و، اماده یم … باور وکړئ د دې ځوان د غیرت نه ډکې وینا ماته ډېره روحیه راکړه خپګان مې ختم شو او په نورماله توګه مې د تعزیت مراسم پر ځای کړل.
***
شهید رستم کاکا
1380 هـ لمریز کال د ثور میاشت
زندان کې سخته لوږه تنده وه… یو اندازه شوله یې په ورغوي کې راکوله. وروسته بیا یوه وړه ګردۍ ټیکله هم کله ناکله ورسره راتله. زموږ سره په خونه کې د رستم کاکا په نوم یو د پوخ عمر (معمر) ملګری و، عمر به یې د پڼځه څلوېښت او پنځوس ترمنځ و او په اغلب ګومان د هلمند د موسا کلا ولسوالۍ استوګن و.
ډېر عاجزه انسان وو دنګه او پیاوړې تنه یې وه، خو د زندان کړاوونو سم پر ملا خم کړی و، یوه ورځ یې په زندان کې د یوه بل زنداني ملګري سره خېښي هم وکړه.
په وروستیو ورځو کې د زنګنو له درده هم سخت کړېده او په ډېر تکلیف به یې ناسته او پاسته کول. کله چې له زندانه را خوشي شو نو څرنګه چې زندانیانو له ډېره وخته غوښې نه وې خوړلې، رستم کاکا هم پر کوم هوټل ور برابر شوی و، څه غوښې یې خوړلې وې او څرنګه چې د زندانیانو کولمې و چې شوې وې نو رستم کاکا د دې خوراک لامله په شهادت ورسېد او کور ته د تللو ارمان یې ګور ته یووړ.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *