افغانستان

۲۵ ولایتونو کې د مرستو د وېش بهیر پیل شو

شریعت: د اسلامي همکاریو سازمان وایي چې افغانستان سره یې د درې مېلیونو ډالرو په ارزښت د خوراکي

شریعت: د اسلامي همکاریو سازمان وایي چې افغانستان سره یې د درې مېلیونو ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو د وېش بهیر یې پیل کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد په ټویټر کې لیکلي چې، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان استازي دکتور محمد سعید آل عیاش د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل. نوموړي افغانستان ته د اسلامي نړۍ د علماوو او بشري مرستو رسونې په برخه کې د تخنیکي استازو د راتګ خبر ورکړ او ويې ويل چې د دغه سازمان له لوري د
درې میلیونه ډالرو مرستو د وېش بهیر پیل شو.
حافظ ضیاء ویلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي هیله وښوده چې د مثبت تعامل او همغږۍ له لارې کولی شي چې د ستونزو په حل کولو کې پرمختګ وکړي. بلخوا د اسلامي همکاریو سازمان لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته د سعودي دبادشاه سلمان بن عبدالعزیز له ټولنې لخوا شوې او ددوی لخوا په افغانستان کې وېشل کېږي. دغه سازمان ویلي چې دا مرسته به په ۲۵ ولایتونو کې پر شاوخوا ۴۷ زره کورنیو وېشل کیږي او ۲۸۲ زره کسان به ترې مستفید شي.
د یاد سازمان په وینا، د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۴۷۴۰۰ کورنیو ته د اسلامي همکاریو د سازمان په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي توکو د مرستې ویش پیل شو.
د یادونې وړ ده چې په دی مرستو کې به هرې کورنۍ ته ۶۲ کیلو خوراکي توکي ورکول شي، چې په کې ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو وریژې او ۲ کیلو خرما شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *