اقتصاد او رغونه

خاکجبار ولسوالۍ کې د کابل – جلال آباد سړک بیا ورغول شو

په خاکجبار ولسوالۍ کې د کابل – جلال آباد د دویم لین د ویجاړ شوي سړک د بیارغونې او د استنادي دېوالونو

په خاکجبار ولسوالۍ کې د کابل – جلال آباد د دویم لین د ویجاړ شوي سړک د بیارغونې او د استنادي دېوالونو د جوړولو پروژې کار پای ته ورسېد او (پنجشنبه د مرغومي په ۲۹مه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په همدې مناسبت د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې جوړه شوې غونډې ته، د ټولګټو وزارت د ترانسپورټ رئیس مولوي عبدالولي محمد، د یاد سړک د تاریخي ارزښت او د پروژې د تخنیکي برخې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دې پروژه کې د ۱۴۹متره استنادي دېوالونو جوړول او درېیو پلګوټو او د سړک د ځینو ویجاړو شویو برخو بیارغول شامل وو.
هغه زیاته کړه چې دغه پروژه، د ټولګټو وزارت د «میر ودان» له ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره د ۲۴،۵ میلیونو افغانیو په ارزښت قرارداد کړی چې په ۴۵ ورځو کې یې کار پای ته ورسېد او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
مولوي عبدالولي د سیمې له مشرانو او خلکو څخه وغوښتل چې د ټولګټو پروژه په تطبیق او ساتنه کې دې له حکومت سره همکاري او پر ملي او نړیوالو موسسو یې غږ وکړ چې د سترو او مهمو پروژو د تطبیق په برخه کې دې له افغانستان اسلامي امارت سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې د «میر ودان» شرکت رئیس میروګل، په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې دغه پروژه په خپل وخت او ښه کیفیت سره بشپړه شوه او د پلي کولو په بهیر کې یې هره ورځ څه دپاسه ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
دغه راز د خاکجبار ولسوالۍ مرستیال قاري محمد سالار د سمیې د خلکو په استازیتوب، د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د ټولګټو وزارت او د یاد شرکت له مسئولینو څخه مننه وکړه چې د یاد سړک په بیارغولو سره، د تګ راتګ په برخه کې د خلکو ستونزو هوارولو ته پاملرنه وکړه.
هغه له ټولګټو وزارت څخه وغوښتل چې د کابل – جلال آباد دویمې لارې پاتې برخې هم جوړې شي چې دغه لاره په یوه ټرانزیټي لاره بدله شي.
د یادونې وړ ده د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک، د کابل بګرامۍ ولسوالۍ له بت خاک څلورلارې څخه پيل شوی او د ننګرهار تر حصارک ولسوالۍ پورې غځېدلی دی، چې شاوخوا ۳۲ کیلومتره یې کانکرېټ او نور یې اسفالټ دی. د دغه سړک ځینې برخې، استنادي دېوالونه او پلګوټي د سېلابونو د راوتلو له امله ویجاړ شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *