اقتصاد او رغونهلیکنې

له دوه کلن ځنډ وروسته د کاسـا زر پـروژې چـارې پيـلېـږي

په پام کې ده چې د روان کال اپریل میاشتې په پای کې د کاسا زر پروژې عملي چارې پیل شي، دغه پروژه د افغانستان د اسلامي امارت او برېښنا شرکت په هڅو او د سيمې هېوادونو په همکارۍ د نړيوال بانک له لوري پيلېږي، له قرغیزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا انرژۍ ( کاسا ۱۰۰۰) د بيا پيل په اړه د ترکيې په استانبول ښار کې د نړيوال بانک، افغانستان، قرغیزستان، تاجيکستان او پآکستان استازو تر منځ ګډه غونډه جوړه شوه، دا غونډه چې د مارچ په ۷مه او ۸مه وشوه، د افغانستان د برېښنا شرکت استازي هم په کې ګډون کړی و او د برېښنا انرژۍ سوداګرۍ سيمه ييز نښلون دې سترې پروژې بيا پيل ته يې بشپړ چمتووالی وښود، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰کيلومترو په اوږدوالي د کندز له شېرخان بندره د ننګرهار تر تورخم پورې بشپړېږي، ټاکل شوې له دوو کلونو ځنډ وروسته د برېښنا د لېږد دا ستره پروژه د نړيوال بانک په مالي ملاتړ بيا د ۱۴۰۳ لمريز کال په پای کې بشپړه شي، د دې پروژې چارې د نړيوال بانک له لوري د سيمې هېوادونو په غوښتنه او د افغانستان له لوري د چمتووالي او بشپړو شرايطو او ډاډمنتيا ښودلو سره بيا پيلېږي.
د دغې سترې ملي پروژې چارې،چې د هېواد د ننه د اوبو او انرژۍ وزارت او افغان برېښنا شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي، کولای شي سيمه کې د اقتصادي پرمختګ، سياسي ټيکاو او د افغانستان لپاره د نړيوال باور زمينه برابره کړي،پاکستان چې د ګرمۍ په موسم کې د برېښنا د نه شتون له جدي ستونزې سره لاس او ګرېوان وي، له دې لارې به وکولای شي،خپله د اړتيا وړ برېښنا ترلاسه کړي. اټکل کېږي،چې د دې پروژې په پلې کېدو سره په سيمه او څلورو هېوادونو کې د غربت مخه ونيول شي او تر پلې کېدو وروسته د زرګونو دندو پيدا کېدو لامل شي. د سيمې اقتصادي چارې به ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو شي او غربت به له منځه يوسي، دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مهاله د کاسا زر پروژې د رغونې چارې په قرغزستان کې ۹۷ سلنه، تاجيکستان کې ۷۰ سلنه، افغانستان کې ۳۰ سلنه او په پاکستان کې ۵۰ سلنه ترسره شوې
دي.
د کاسا زر برېښنا پروژه چې د مرکزي اسیا څخه تاجیکستان او قرغزستان او دغه راز، په سویلي آسیا کې افغانستان او پاکستان په برکې نیسي لومړنۍ پایه یې د ۲۰۲۰ م کال د اپرېل په ۲۳مه د کندوز ولایت د شېرخان بندر سیمه کې ولګول شوه، خو اوس يې چارې په چټکۍ روانې دي او پر وړاندې يې ټولې اجتماعي ستونزې هوارې دي.تېره میاشت نړیوال بانک د افغانستان لپاره د یوې نوې طرحې خبر ورکړی و.یاد بانک ویلي وو، چې افغانستان سره یې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې طرحه چمتو کړې او د اجرائیوي بورډ له تائید وروسته به د دوی په ملاتړ د کاسا زر پروژې چارې هم په رسمي ډول پیل کړي.له دغې تازه پرېکړې سره سم به د روان کال ۲۰۲۴ د اپریل میاشتې په پای کې به د پروژې پاتې چارې رسماً په افغانستان کې پيلېږي او تمه ده چې تر ۲۰۲۶ پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د برېښنا د انتقال ستره پروژه،چې افغانستان او پاکستان ته به د قرغیزستان او تاجيکستان څخه برق رسوي،په قرغیزستان، تاجيکستان او پاکستان کې یې چارې بشپړېدو ته نیژدې شوې،خو په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د جګړې له امله د يادې پروژې چارې ځنډېدلې وې،خو د اسلامي امارت په هڅو سره د ډاډمن امنيت په راتلو سره اوس یو ځل بیا نړیوال بانک د پروژې بشپړلو ته زړه ښه کړی دی.د تېرې میاشتې فبرورۍ په ۱۵مه د نړیوال بانک څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې د کاسا زر چارې په قرغیزستان، تاجیکستان او پاکستان کې بشپړېدو ته نېژدې دي او دغو هېوادونو غوښتنه کړې،چې په افغانستان کې یې هم چارې پیل شي تر څو پروژه باندې مصرف شوي لګښتونه ضایع نه شي او همداسې نا تکمیله پاتې نه شي.د قرغیزستان د برېښنا شرکت څخه په یوه اعلامیه کې چې د پاکستان او تاجيکستان لخوا هم امضا شوې، د نړیوال بانک پرېکړه ستایل شوې او ویل شوي چې درې واړه هېوادونه تیار دي چې پر توافق شوې تعهدنامه باندې عمل وکړي تر څو دغه پروژه بشپړ
شي.
دغه پروژه که له يوې خوا غړو هېوادونو ته اقتصادي، ټولنیزې او د چاپیریال ساتنې ګټې ور په برخه کوي او د انرژۍ کمښت به هم راټیټ کړي. له بلې خوا به کاري بوختیاوې رامنځته کړي، سوداګري به پیاوړې کړي او د کاربن دای اکسایډ تولید به راټیټ کړي، نو له همدې امله هیله‌من یم چې په ځانګړي ډول د انرژۍ په ډګر کې وکولای شو له ۱۵ څخه تر ۱۶ زرو میګاواټو پورې برېښنا له مرکزي اسیا څخه د افغانستان د ټرانزیټ له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدول شي، د دې پروژې لګښت له یو میلیارد ډالرو څخه ډېره اټکل شوی،چې نيمه برخه يې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.ياده پروژه د سوېلي اسیا له هغو هېوادونو سره مرسته کوي،چې د برېښنا انرژۍ له کموالي سره مخ دي. همدارنګه دا طرحه د بېړنیو او لویو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په حل کې هم مثبت اغیز لرلی شي،په دې پروژه کې د سيمې هېوادونو نقش ډېر مهم دی،موږ باید وخت ورنه کړو چې د دې پروژې چارې د تېرو کلونو په شان بيا وځنډېږي، بلکې د هغې د پلي کولو لپاره هر اړخيز چمتووالی ولرو، چې د دغې سترې او با ارزښته پروژې چارې بې له کوم خنډ او ځنډه په ښه توګه مخته لاړې شي او د راتلونکي کال په جريان کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. دیادونې ده، چې د کاسازر پروژه په افغانستان کې د ۷ ولایتونو کندوز، بغلان، کاپيسا، پنجشیر، کابل، لغمان او ننګرهار له ۳۵ ولسوالیو تېریږي. پردې پروژه ۲۳۴ میلیونه ډالر لګښت راځي او ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا به لېږدوي.

وحيدالله هڅاند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *