اقتصاد او رغونهلیکنې

د بڼوالۍ چاروته زیاته پاملرنه پکار ده

د افغانستان کابو اتیا سلنه خلک په ټولیزه توګه پرکرنیزو چارو بوخت دي ، خو داوبو،سربندونو، کانالونو اوپرمختللو کرنیزو وسایلو دکموالي له امله تردې دمه نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه داهیواد پرځان بسیاکړي ، بنا ددې لپاره چې دهیواد په سلو کی کابو اتیا سلنه خلک دکرنی ، مالداری او بڼوالی په چارو بوخت دی نوپه کارده چې ددغه بهیر ودی اوپراختیا ته باید ډېره پاملرنه وشی ځکه چې په هېواد کی د کرنې او بڼوالۍ بهیر پراختیا یولومړیتوب دی او دافغانستان اسلامی امارت د مسوولو ارګانونو له لوری باید دهېواد په مرکز او ولایتونوکی قدرمن بڼوالو اوبزگرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کې د ډول ډول میوه لرونکو نیالګیو ،اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سری مرستی وشی ترهغه چې له امله یې دوئ له خپلی کرکېلی څخه پریمانه حاصلات ، غلی او دانی ترلاسه کړی چی له امله یې د دوئ د اړتیاوو د پوره کېدلو ترڅنگ په هېواد کې هم غلی دانی او ډول ډول با کیفیته تازه میوې پریمانه شي او په مناسبو وختونو کې د ګران هېواد له ښارونو بهر د بهرنیو هېوادونو مارکیټونو ته هم وړاندې شي ترهغه چې له امله یې د قدرمنو بڼوالو او بزګرانو د اقتصادی بډاینې ترڅنګ د هېواد په اقتصادي وده کې هم مثبتې اغیزې پرځای پریږدي ، دافغانستان اسلامي امارت د لومړیتوبونو پراساس اړینه ده چې په ټولېزه توگه د هېواد په گوټ گوټ کې پر قدرمنو کروندگرو په مناسبو وختونو کی اصلاح شوی تخمونه ، ډول ډول نیالگې ، کېمیاوی سری اولازم وسایل د اړوندو مسئولو مراجعو له لوری وویشل شي، ځکه چی له قدرمنو بزگرانو سره هررازمرسته ددی سبب کېږی چې په ټولیزه توګه د هېواد کرنیز سکتور وده او پراختیا وکړي. البته دې ټکي ته موباید پام وي چې ګران افغانستان دخپل ښه جغرافیایي موقعیت اودخدای (ج) ورکړیو ډول ډول کاني زیرمو د موجودیت ترڅنگ دپریمانه طبیعي اوبو دشتون اود یوښه بشری ځواک د درلودو له پلوه له شک پرته چې بډایه هېواد دی او په دې برخه کې دلازمو امکاناتو د نه شتون له کبله دهېواد بزگران ، بڼوال او مالدارله یولړ ستونزو سره مخامخ دي چې ددغې برخې د پرمختگ او غوړیدا له پاره دقدرمنو سو داگرو او پانگه والو هراړخیزې پانگونې ته ډېره اړتیا لېدل کېږي اوپه دې برخه کې د افغانستان اسلامی امارت او ښاغلو پانگوالو پاملرنه حتمي او ضروري ده ، دیادونی وړده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله دننګرهارولایت دکانال ریاست د مسوولینو له قوله داسې ویل شوي دي: چې د ۴ لسیزو وروسته د کابو ۷۰ میلیونه په لګښت د هډې فارم شپږم بلاک په شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکې کې د مالټو بڼونه او د اوبخور د څاڅکو سیستم جوړیږي.
د یاد بلاک ( ۱۳۴، ۱۳۵، ۱۳۶، ۱۳۸) نمره ځمکو کې به ۲۶ زره د مالټو بوټي وکرل شي ، سمسوره او په شنې ساحې به بدله شي.
د اټکل له مخې ۱۷ ملیونه افغانۍ پرې لګښت راځي او کابو ۳۰۰ تنو ته به دکار زمینه برابره شي ، د ننګرهار کانال ریاست مسوولینو هم ویلي چې د کرنې د میکانیزه کولو کومې ژمنې مو چې د خپل ولس او هېوادوالو سره کړي دي یو په بل پسې د عملي کیدو په درشل کې دي ، ښه بیلګه یې ۳۰۰ جریبه ځمکه ده چې پرې به دمالټې باغونه او د اوبخور د څاڅکو سیستم جوړ او تطبیق شي.
له شک پرته چې په هېواد کې د بڼوالۍ د چارو د ودې له پاره د پروژو د پلي کېدلو په موخه هر اقدام د قدر وړ دي او افغان ولس هم دننګرهارولایت دکانال ریاست د مسوولینو له لورې د هډې فارم شپږم بلاک په شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکې کې د مالټو بڼونه او د اوبخور د څاڅکو سیستم دجوړیدو یاد اقدام ستایي او په ښه ډول دچارو د تحقق هیله یې لري، ددې ترڅنګ په ټولیزه توګه په هېواد کې د کرنیز بهیر پراختیا او مدرنیزه کول په حقیقت کې یو لومړیتوب دی او د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او اړوند مسوول چارواکي هم دهېواد د کرنې د پراختیا او مدرنیزه کولو په برخه کې باید لازم پروگرامونه طرحه اوپلی کړی اوپه دې موخه د کورنیو پانګه والو ترڅنګ د نړۍ دمرستندویو هېوادونو(په ځانګړي توګه اسلامي هېوادونو) او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې هم راجلب اودیوسالم او منظم پروگرام له مخی یې دهېواد دکرنې ، مالدارۍ او بڼوالۍ دچارو په پراختیا او مدرنیزه کولو او په هېواد کې دموجودو اوبو دښه مدیریت کولو پرچارو ولگوی چې پرمټ یې له یوې خوا دخلکو دبوختیا اوله بلې خوا دهېواد د اقتصاد د پرمختک له پاره زمېنه برابره شي ، همداشان لازمه ده چې د اسلامی امارت له لورې د کرنیز بهیر د پراختیا ترڅنگ د هېواد د موجودو اوبو ښه مدیریت ته هم لازمه پاملرنه وشي یعنې له اړتیا او لومړیتوبونو سره سره په دې برخه کې لنډمهالی ، منځ مهالی او اوږدمهالی پروگرامونه جوړ شي چې د هېواد په کرنیز سکتوراو په ټولېزه توگه د هېواد د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې ښې پایلې راونغاړي ، البته دا واقعیت دی چې د افغانستان کابو اتیا سلنه خلک پرکرنیزو چارو بوخت دي ، خو داوبو، سربندونو، کانالونو اوپرمختلفو کرنیزو وسایلو د کموالي له امله نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه داهېواد پرځان بسیاکړي ، دیادولو وړده چې زموږ په هېواد کې بیکاری او بې روزگاری هغه ستونزه ده چې ډېری هېوادوال ورسره لاس او گریوان دی چې ددغی ستونزې د مخنیوی له پاره هم د افغانستان د اسلامی امارت مشرتابه او اړوند مسوول ارگانونه باید د نورو چارو ترڅنگ په هېواد کې دکرنې ، بڼوالۍ او مالدارۍ د سکتور هراړخیزې ودې ته لا ډېرپام ورواړوي او هم دې په هېواد کې د موجودو اوبو دښه مدیریت کولو په اړوند لازم تدابیرونیسي ، چې په ټولېزه توگه په دغه بهیرکې گڼ شمیر هېوادوالو ته دهمیشني کاراوسالم روزگار زمینه برابره شي او دوئ ټول په کوردننه بوخت شي چې له امله یې د کرنیزو محصولاتو او غلو دانو په برخه کې جگړه ځپلی افغانستان ډېر ژر خود کفا اوله هره پلوه پرځان متکی او د بهرنیو له احتیاج څخه وژغورل شي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *