بېلابېلې لیکنېلیکنې

دودیز طب او روژه

د روژې مبارکې میاشتې لپاره منظم غذایي رژیم ډېر مهم دی. دلته موږ د دودیز او سنتي طب له نظره هغه خواړه درته په ګوته کړي چې په روژې مبارکې میاشتې کې مو پیاوړي ساتي.
روژه د ډېرو ګټو لرونکې ده. روژه زموږ د روغتیا او سلامتۍ لپاره مهمه او د لسګونو ناروغیو معالجه ده.
د سنتي طب متخصصین روژه د بدن د تصفیې او پاکولو وسیله ګڼي. دلته موږ هغه سپارښتنې درته مخکې ږدو، هیله ده نظر کې یې ونیسئ.
۱-په یو ګیلاس تړمو اوبو او یا په یوې خرما روژه ماته کړئ
د روژه ماتي لپاره مهمه دا ده چې ګیلاس نیم ګیلاس معتدله اوبه وڅښل شي او یا یوازې خرما وخوړل شي. دا دوه توکونه ددې سبب کیږي چې معده خوړلو ته چمتو کړي او له بلې خوا د معدې تودوخه راکمه کړي. خرما هغه خوراکي توک دی چې په لویه پیمانه قندونه لري او جذب یې هم ډېر اسان دی.
۲- روژه ماتي کې لږه ډوډۍ وخورئ.
کوښښ وکړئ چې په روژه ماتې کې سپک او ساده خواړه وخورئ، له درنو خوراکونو ډډه وکړئ.
ماښامی مو په فیرني، سوپو، آشو او یا په شیر برنج پیل کړئ. همداشان الوبخارا او د اوربشو ډوډۍ هم ښه خوراک دی.
ډېری خلک چې روژې ته لږې ورځې پاتې شي، نو ډېر خوراک ته مخه کوي. دوی پر دې ګروهه دي، چې دا به له دوی سره د انرژي په پوره کولو او روژې ته په چمتووالې کې مرسته وکړي. دوی له یوې مخې ډېر خوراک پیل کړي او وخت پر وخت د خوړو کچه لوړوي؛ مګر دوی نه پوهیږي چې یاده کړنه د معدې د ستونزو سبب ګرځي.
ښه دا ده چې د روژې میاشتې تر رارسېدو د خوړلو اندازه په تدریجي ډول کمه کړو ترڅو د متابولېزم او د غذایي موادو د سوځېدو کچه مو په بدن کې لږه او بدن په خپلسري ډول له لږې انرژي سره بلد شي.
۳- که وس لرئ نو بادام میده او له یو ګیلاس شیدو سره نوشجان کړئ
که مو مالي حالت ښه وي نو څو بادام ښه وټکوئ، یو څو دانې پستې هم ورسره یوځای کړئ او په یو ګیلاس شیدو کې یې ښه حل او وڅښئ. که یو دوه خرما او یا شات هم ور زیات شي نو نور علي نور.
۴- حتمي پيشلمي ته پاڅئ
له پیشلمي پرته روژه نیول بدن ته تاوان کوي. نه پیشلمی مو د ورځې په اوږدو کې کمزوري کوي او بې انرژي کوي مو. لټي مه کوئ او پیشلمي ته پورته شئ.
۵- له خوږو څخه ډډه کول
ډېری خلک له ډېرو خوږو سره عادت وي. د دوی بدن له ډول ډول خوږو سره روږدی شوی وي. دې خلکو ته سپارښتنه دا ده چې د خوږو موادو کچه کمه کړي.
۶- له روژه ماتي سره سمې اوبه پر سر مه اړوئ
څو ساعته نیولې روژه مو په یخو اوبو مه ماتوئ؛ ځکه په یخو اوبو د روژې ماتول په لوړه کچه د انسان دفاعي او هضمي سیستم ته تاوان رسوي.
۷- اوبه لږې لږې او غوړپ غوړپ وڅښئ
بیا هم سپارښتنه کوو چې روژه ماتی په یخو اوبو مه کوئ. البته ښه ده چې د خوراک په منځ منځ کې لږې لږې اوبه وڅښئ.
د روژې میاشتې په رانږدېوالی باید د چای، قهوې او نور الکولي څښاک باید لږ او یا بیخي پای ته ورسوو. دا ددې سبب ګرځي چې په وینه کې د دې موادو اندازه کمیږي او بدن یې د هېرېدو وړتیا پیدا کوي. ډېری خلک کافئین د ذهن ارامولو، د زغم لوړولو او د ستړیا د له منځه وړلو لپاره کاروي.
۴- د روژې تر راتلو وړاندې د ډوډۍ خوړلو وختونه را کم کړئ
د روژې تر رارسېدو وړاندې مو خوراکي رژيم وارزوئ. مخکې مو چې درې وخته ډوډۍ خوړله، اوس یې دوه او حتی یو وخت ته راټيټه کړئ. دا چې په روژه کې د غرمې ډوډۍ حذفیږي؛ نو بدن به مو تیار له دوه وخته خوړو سره روږدی شوی وي.
۸- روژه ماتی او پیشلمی مو پر وخت وکړئ
داسې مه کوئ چې یوه ورځ روژه له اذان سره سمه ماته کړئ او بله ورځ بیا ماخوستن ډوډۍ وخورئ. پيلشمي کې هم داسې کار مه کوئ. معده مو له وختونو سره عیاره کړئ.
۹- ترخو، ترشو او سرو کړو خوړو ته پر دسترخان ځای مه ورکوئ
ډېر ترخه، تروش او سره کړي خواړه له روژې پرته هم مناسب نه دي. خو په روژه کې ورسره احتیاط وکړئ. د دې شیانو پرځای تازه مېوې او سابه وخورئ. دلته یوه بله خبره هم کیږي. کوښښ وکړئ چې له سپکو خوړو روژه ماتی پیل کړئ. که ثقیل خواړه خورئ نو وروسته وخت ورکړئ.
۱۰- سپک تکړښت(ورزش) ته مخه کړئ
په روژه کې هم تکړښت مه پرېږدئ. خو پام مو وي چې ساده تکړښت وکړئ. له وزنونو پورته کولو او نورو درنو تکړښتونو ډډه وکړئ. داسې څه مه کوئ چې خولې مو کړئ او یا مو وږي تږي کړي.
۱۱- تر سهاره مه کېنئ
ځینې خلک عادت لري چې د روژې میاشته ټوله په ویښه تېروي. دا کار په مراتبو مضر دی. خپل خوب منظم کړئ او وخت ورکړئ. یوه بله خبره د سهار له لمانځه وروسته د خوب ده. هېڅکله د سهار له لمانځه وروسته مه ویده کېږئ. ورځ مو ورځ خرابیږي او کارونه به مو کارونه نیمګړي پاتې وي.
۱۲- پېشلمی مه هېروئ
که غواړئ چې په روژه کې تندرسته او راحته وئ؛ نو د پيشلمي خوراک هېڅکله مه قضا کوئ. کوښښ وکړئ چې قوي خواړه وخورئ او یا داسې څه وخورئ چې څو ساعتونه پرله پسې مو وږي نه کړي.
‍۱۳- تر روژې میاشتې مخکې نفلي روژې نیول
تر روژې وړاندې څو اوونۍ حداقل په اوونۍ کې دوې روژې ونیسئ او ځان ورسره عیار کړئ.
۱۳- د روژې تر راتلو وړاندې د ډوډۍ خوړلو وختونه را کم کړئ
د روژې تر رارسېدو وړاندې مو خوراکي رژيم وارزوئ. مخکې مو چې درې وخته ډوډۍ خوړله، اوس یې دوه او حتی یو وخت ته راټيټه کړئ. دا چې په روژه کې د غرمې ډوډۍ حذفیږي؛ نو بدن به مو تیار له دوه وخته خوړو سره روږدی شوی وي.
۱۴- له غوړو او ترخو خوړو سره مخه ښه کول
تاسو ټولو ته سپارښتنه کیږي چې د روژې مبارکې میاشتې تر رارسېدو وړاندې له غوړو او ترخو خوراکونو سره خدای پامانی وکړئ. کوښښ وکړئ چې ټول عمر له مالګینو او ډېرو سرو خوراکو سره مخه ښه وکړئ.
۱۵- پوره خوب کول
هر انسان پوره اته ساعته خوب ته اړتیا لري. تر روژې وړاندې د خوب مهال وېش تر نظره تېر او بیاځلې ایډېټ کړئ. پوره خوراک کولی شي چې باانرژي او د ورځې په اوږدو کې مو تازه وساتي.

ژباړه: خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *