افغانستان

آمنه محمد:هڅه کوو چې له اسلامي امارت سره د نورو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په ګډون ددغه نړيوال سازمان لوړ پوړي پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په ګډون ددغه نړيوال سازمان لوړ پوړي پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال له ځايي چارواکو سرہ پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې. د ملګرو ملتونو مرستیالې امینې محمد پرون د یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ته سفر کړی او هلته يې د کندهار له مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک او ځينو نورو چارواکو سره ليدلي دي. د کندهار د والي ویاند حاجي زید ویلي، آمينې محمد په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه هڅه کوي تر څو له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړيکي ښې او پياوړې کړي. هغه زياته کړه د ملګرو ملتونو مرستیالې په خپلو څرګندونو کې وویل چې تېر کال يې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولي او اداره يې ژمنه ده، چې روان ۲۰۲۳م کال کې به تر دې ډېرو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *