تاریخ او جغرافیه

۵۲۴ کلن عباسي خلافت چا ړنګ کړ؟

د اسلام سپېڅلی دین به تر قیامته چلېږي، قیامت به په ناوړه، بدکاره او کافرو قائمېږي. چې قیامت راځي،نو د ځمکې په سر به یو مسلمان هم پاتې نه وي، ولې له هغه مخکې به په اسلام او منونکو یې ډېرې لوړې ژورې راځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي، چې: لومړی به نبوت وي،چې ۲۳ کاله و، بیا به راشده خلافت وي،هغه ۳۰ کاله و، بیا به پاچاهي او ملوکیت پيل شي.
دا چې امام حسن رضي الله عنه څو میاشتې خلافت وکړ،(د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وړاندوینې ۳۰ کلونه) یې بشپړ کړل. بیا یې له امیر معاویه رضي الله عنه سره په ځینو شرطونو روغه وکړه او خلافت یې ور وسپاره. هغه دا درنده دنده او عهده خپل زوی یزید ته پرېښوده! یعنې هغه یې ولیعهد او ځایناستی وټاکه چې ډېرو لویو صحابه کرامو ورسره مخالفت وکړ. امام حسین بن علي رضي الله عنه خو له خپلو یارانو سره د کربلا په ډګر کې شهید شو.
د امام له شهادته وروسته یزید واکمن و،چې د خجالتۍ په مرګ وفات او د هغه زوی دوهم معاویه واکدار شو،خو هغه د خپل پلار د ناوړه عمل له لاسه شرم څخه واک پرېښوده.
بیا د امویانو د کورنۍ بلې پښې ته واک ولېږدېده چې په دې کورنۍ کې ګڼ خلیفه ګان د خلافت او واکمنۍ په ګدۍ وځلېدل، د فتوحاتو لمن یې له اندلس، کاشغر، قسطنطینې، هند او سند اوږده کړه. ډیرې سیمې یې تر خپل امارت لاندې را وستلې یعنې ډېر فتوحات یې وکړل او لوی امارت یې تشکیل کړ. اموي واکمنانو ټوله پاملرنه د کافر دښمن لور ته اړولې وه، څو ځله داخلي بغاوتونه وشول، خو هغه یې هم غلي کړل.
هو! امویانو ډېر فتوحات وکړل، خو کله چې واک سلیمان بن عبدالملک ته ورسېد،نو هغه له لویو فاتحینو سره ډېر ناوړه چلند وکړ، محمد بن قاسم رحمه الله یې د هند و سند له فتوحاتو را وغوښت او د ختیځ لمر یې په عراق کې ډوب (شهید) کړ. همدارنګه طارق بن زیاد رحمه الله، موسی بن نصیر رحمه الله او نور یې هم تحقیر او توهین کړل.
د یادولو وړ ده چې حجاج بن یوسف ثقفي هم ځينې علویان افغانستان ته را وشړل او هم یې په ناحقه عبدالله بن زبیر رضي الله عنه، سعید بن جبیر رحمه الله او ډېر علماء کرام شهیدان کړل!!
حجاج چې علویان او نور مخالفان افغانستان ته را تبعید کړ، هغوی هم د امویانو د راڅملولو پروګرام جوړ کړ، ابو مسلم خراساني د امارت له غوښتونکو عباسیانو سره ملګری شو او د هغوی په ملاتړ یې مبارزه پیل کړه.
اموي حاکم او والي (نصر بن سیار) له خراسانه وشاړه، مبارزه یې تر عراقه ورسوله او بیا یې ان تر دمشقه اوږده کړه. وروستی اموي خلیفه هم وتښتېده او عباسیان برلاسي شول، د اموي واکمنۍ د زوال یو لامل دا و،چې له عجمو سره یې غوره چلند نه کاوه.
وروستي اموي واکمن د عباسي دعوت د مخکښ ابراهیم سر په بنۍ کې تاو کړ او و یې واژه، نو د دوی پلویان هم په قهر شول، اموي واکمن یې وځغلوه او عبدالله سفاح عباسي یې خلیفه کړ، د عباسیانو د نسب شجره د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره (عباس بن عبدالمطلب) ته رسېږي. چې د دې لړۍ ۳۷ تنه خلافت او امارت ته رسېدلي دي.
عباسي واکمنۍ هم ډېرې لوړې ژورې لیدلې دي، اموي امیران یې ټول وشړل، تر دې چې اندلس ته ځينې مشران لاړل او د اندلس د یو لوی دولت اساس یې کېښود چې ۸۰۰ کاله یې دوام وکړ. عباسیانو ټول ۵۲۴ کاله خلافت وکړ. ډېر فتوحات یې وکړل، زیاتې سیمې په عباسي دولت کې داخلي او د اسلام په نور منورې کړې. د دوی څو واقعې زړه بوږنوونکې وې:
د سیدنا امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله بندي کول او بیا یې له هغه ځایه جنازه را واېستل. (دا د ابوجعفر منصور عباسي د مهال پېښه ده.)
د ابومسلم خراساني وژل، (دا هم د منصور د خلافت په زمانه کې شوي.)
د برمکیانو وژل او بندي کول، (د هارون الرشید په وخت کې رامنځته شو.)
د خلق القرآن په مسئله کې د لویو علماؤ ځورول او شهیدول، چې امام احمد بن حنبل یې هم ډېر وکړاوه، ولې هغه په نبوي طریقه کلک ولاړ و او د نوموړي له امله خو د (اهل السنة والجماعة) نوم هم د امت ناجیې ډلې ته غوره کړل شو.
د مأمون بن هارون په مهال له نورو ژبو مختلف کتابونه را وژباړل شول او د نورو فلسفې اسلام ته را ننوتلې، چې د همدغو علماؤ له مجلسونو به د عباسیانو دربارونه ډک وو.
له ټولو زړه ټکوونکې پېښه په (عموریه) ښار کې د یوې مسلمانې خور د کافرانو په لاس بندي کېدل و، کله چې هغې وویل: (وا معتصماه!) نو خلیفه معتصم د هغې ځواب ته ورغی او له نورو بندیانو سره یې له عیسوي زندانه خوشې کړه. (کاش اوس هم یو څوک د یهودیانو خلاف د غزې مسلمانانو ته د لبیک ځواب ووايي!!!)
عباسي خلیفه ګانو یو لوی تمدن رامنځته کړی و، هارون الرشید ورېځو ته وویل: (که ورېږئ یا نه ورېږئ ستاسو خراج ما ته راځي) [البدایه والنهایه] د هارون الرشید مېرمنې له عراقه مکې مکرمې ته یو لوی نهر ووېست.
رومیانو به عباسیانو ته جزیه ورکوله، رومي واکمن نفقور یو وخت څه سرغړونه وکړه، نو هارون الرشید ورته ولیکل: (اې د رومیانو سپیه! ته به زما ځواب په خپلو سترګو ووینې، نه چې وایې ورې. ستا مقابلې ته درځم!)
عباسي خلافت ته ټول مسلمانان منقاد او مطیع و، خو د مأمون او امین پر مهال د خلافت په سر ستونزې جوړې شوې، طاهر بن حسین د مأمون ملاتړ وکړ او امین یې له منځه یووړ. دا هم د یادولو وړ ده چې طاهر د پوشنج د هرات ولایت د اوسني پښتون زرغون وګړی و. نوموړي له عباسي خلافته سر واخیست او د ازادي اعلان یې وکړ، دا لومړنی ګام طاهر پورته کړ، چې وروسته ډېر خلک او قومونه له یاد دولته ووتل او د خپلواکۍ اعلانونه یې وکړل. د مسلمانو لوی خلافت ټوټه ټوټه شو.
د طاهر له ځوځاې وروسته صفاري دولت د یعقوب بن لیث صفاري په مشري رامنځته شو. له هغه وروسته ساماني دولت د اسماعیل ساماني په مشري واک وګاټه او بیا غزنوي دولت جوړ شو، چې د هغه سلطان ۱۷ وارې په هندوستان وخوت. همدا شان غوري سلطنت رامنځته شو، غیاث الدین غوري یې واکمن او د هغه محبوب شهاب الدین غوري یې د پوځ قوماندان و، چې د هند په ډګرونو کې وجنګېده، د هند واکمن راجا پرتهوي یې د جنګ په ډګر کې مردار کړ. دوی له عباسي دولت سره ډېرې حسنه اړیکې لرلې.
همدارانګه سلجوقي واکمني په پښو ودرېده چې د علم او پوهې لپاره یې ډېر کار وکړ، نظام الملک د سلجوقیانو وزیر ډېرې مدرسې جوړې کړې. له سلجوقیانو وروسته خوارزمشاهانو لویه پرمختللې واکمني جوړه کړه، د اسلام او مسلمانانو لپاره یې ډېر څه وکړل. له شاوخوا نامسلمو سره هم ښه چلېدل، خو وروستي خوارزمشاه د چنګیز خان استازي ووژل. نوموړي هم قومونه را غونډ کړي وو، نوی په پښو درېدلی و، نو له محمد خوارزمشاه یې قاتلین وغوښتل، هغه ور نه کړل او حالات ورځ تر بلې خراب شول. بیا چنګیر خان د هغه په قلمرو حمله وکړه، محمد خوارزمشاه (آب سکون) ټاپو ته لاړ او په داسې حالت کې ومړ چې کفن یې هم نه درلود.
د مسلمانانو په هېوادونو یې یرغلونه وکړل، ټول اسلامي ملکونه یې ونیول، افغانستان ته هم راغی، له افغانانو سره یې ووهل، خو په بامیانو کې یې لمسی ووژل شو، د هغه په ټس کې یې بې شمېره افغانان شهیدان کړل، د هغوی وینې یې تر خپلې چوڼۍ را ورسولې.
چنګیز خان مغل چې نژدې وطنونه ونیول، خپل هېواد ته لاړ، هلته مړ شو او نړۍ د ده له ظلمه خلاصه شوه. له هغه وروسته یې زامنو او لمسیو د خپلو عسکرو په ملتیا بغداد ته مخه کړه. هغه مهال هلته د عباسیانو واکمني وه، هغوی هم ورسره وجنګېدل، خو د خلیفه د شیعي لومړي وزیر ابن علقمي په واسطه بغداد ورته تسلیم کړ او خلیفه مستعصم بالله یې هم د چنګیز لمسي (هلاکو خان) ته وسپاره، چې هغه په بې رحمۍ شهید کړ.
د هلاکو خان په دې زړه یخ نه شو، ټول بغداد یې چور کړ او د بغداد لوی کتابتون یې دریاب ته ور واچاوه، چې یوې میاشتې پورې د سیند د اوبو رنګ بدل و او د هلاکو خان ظالمو او جاهلو عسکرو په کتابو له پاسه د سیند له یوې غاړې بلې ته اسونه پورې وېستل!!!
هو! هغه لوی بغداد، د خلیفه ګانو پلازمېنه او د علماؤ د پوهې مرکز د وینو څښونکي (هلاکو خان) له خوا ړنګ شو، علماء شهیدان شول، ښځې، سړي، ماشومان او لویان په بې دردۍ په شهادت ورسول شول!! بغداد یتیم شو، نه هارون و، نه معتصم و او نه محمود غزنوي موجود و، نه شهاب الدین و چې د پرتهوي په څېر یې هلاکو خان څيرلی وای. محمد خوارزمشاه آب سکون کې ختم شوی و، د هغه زوی محمد جلال الدین د افغانانو په ملاتړ د چنګیز مقابله وکړه، خو هغه هم له ناهیلي هند ته پناه یووړه. د هند مسلمان واکمن مرسته ورسره و نه کړه او هغه هم ووژل شو! نو ځکه خو بغداد هم یتیم پاتې شو او د هلاکو خان د عسکرو له خوا په مادي او معنوي لحاظ لوټ شو!!
دا اوږد تاریخ دی په سلګونو ټوکو کتابو ته اړتیا لري، په یوه لنډه لیکنه کې نه ځایېږي، ما دا څو کرښې ځکه پرې تورې کړې چې د عباسي خلافت د ړنګېدا ورځ وه، یاده واکمني د چنګېز د لمسي هلاکو خان په لاس (۶۵۶هـ) له پښو وغورځول شوه، چې نن یې د پرځېدو ۷۸۹ کلونه پوره شول.
چې د مسلمانانو واکمنان په ځانګړي ډول د عربو واکداران او د لویو زورورو مسلمانو هېوادونو ډارن مصلحت غوښتونکي حاکمان ویده وي د غزې او ټول فلسطین وګړیو ته لبیک و نه وایي، نو یوه ورځ به د دوی دروازې هم یهود، نصارا، او نور کافران ور وټکوی!!
د اسلامي نړۍ عامو مسلمانانو د عربو حاکمانو او غښتلیو هېوادونو واکمنانو! د فلسطین په غم غمجن او ویر باندې ویرجن شئ!!!

لیکنه: عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *