افغانستاناقتصاد او رغونه
لغمان کې ۴ دولتي ودانۍ جوړیږي
شریعت: د لغمان ولایت په څلور ولسوالیو کې د څلورو دولتي ودانیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
شریعت: د لغمان ولایت په څلور ولسوالیو کې د څلورو دولتي ودانیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د لغمان والي قاري زين العابدین عابد وویل، چې یادې ودانۍ څلور خونې، یو پخلنځی او يوه نظارت خونه لري چې د استخباراتو عمومي ریاست له لوري د ۱۴ ميليونو افغانيو په مالي لګښت په اساسي بڼه رغول کېږي چې چارې به يې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي. یادونې وړ ده، چې په دغو پروژو کې به ۴۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.