افغانستان
د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی اسلامآباد ته ورسېد
شریعت: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ جامع سياسي او تجارتي پلاوی پرون د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته ورسېد.پاکستاني چارواکو د اسلام آباد په هوايي ډګر کې د بهرنیو چارو وزیر او ورسره ملګري پلاوي ته تود هرکلی ویلی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد پر ټویټر لیکلي، مولوي امیر خان متقي به د افغانستان او پاکستان د دوو اړخيزو سياسي-تجارتي اړيکو، سيمهييز ثبات او ټرانزيټ په اړه خبرې وکړي. د غونډې په څنډه کې به د بهرنيو چارو سرپرست وزیر به د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي او د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيران به دوه اړخيزې خبرې هم ولري.