لیکنېمقالی اوتبصرې

د ايډيالوژيو د ټکر ډګر

لا هم نه پوهېږم چې دا په وچه کې حصار هېواد به کوم څه لري، چې خپلول او اېل کول یې ډېرو ته مهم دي او له داسې پخو لارو د راتګ هڅې یې ورته کړې،چې له هغو لارو په لنډه موده کې د پخې میوې حاصل ترلاسه کول یې بیخي ممکن نه دي، بلکې ډېر اوږد انتظار غواړي، خو بیا یې هم دغه تریخ انتظار منلی او په یوه پېچلي او مغلق ډول یې خپله نظریه، فکر، تیوري، ایډیالوژي او مذهب دغه هیواد ته را دننه کړی، دا یو فکر او نظریه نه وه، بلکې دومره دي چې که دلته یې کتار کړم په لوستو به یې ستړی شې!.
ډېرې یې تر دې حده هم د بریا ترپولو ورسېدلې چې د دې خاورې د حاکمیت او زمام چارې یې هم لاسته ولوېدلې او په تمامه مانا واک او اختیار د دوی شو .
خو!!
له دې ټول ځواک او واک سره سره منزل ته ونه رسېدل اوناکام شول. هو!
ناکام شول، بلکې ناهیلې اونامراده له هیواده لرې تر خاورو لاندې شول!
دا چې ولې له دومره باریکۍ او ځراکت سره سره یو فکر او ایډیالوژي هم پلې نه شوه او موږ ولیدل چې نه فرهنګ، نه کمونېزم، نه ستم، نه سیکولرېزم، نه شعله، نه ملتېزم، نه اشتراک، نه کپټيلېزم، نه غرب او بل هر ایزم. په خپلو بېلابېلو نومونو او شکلونو یو په بل پسې د نابودۍ کندې ته لاهو شول .
نو دا به دلته کوم ځواک او قوت وي او که کوم بل فکر او نظریه چې د دومره نورو په وړاندې استقامت یې خورا ډبرین دی؟! که خامخا په دې خاوره دلته یوه ایډیالوژي او عقیده خپره وي، دا ریښې یې څومره ژورې دي چې بل هېڅ فکر او تیوري یې په مقابل کې ټینګه نه شوه او له ريښو سره یې ټولې ووېستې ؟!!
د سوچ او فکر وړ ده او په دې خبره عمیق نظر کول غواړي، که رښتیا هم د دې ټولو په وړاندې دلته د یوې عقیدې حاکمیت شتون لري او په عملي ډول یې ټولو ته ماتې ورکړې، نو بیا راځئ چې غاړه ورته کېږدو او ومنو چې د ژوند په ټولو چارو کې تعمیل او تطبیق یې پوخ امتحان ورکړی او یواځې او یواځې همدا عقیده رښتونې او برحقه کېدای شي .
د دې عقیدې له لارویانو سره دې نور هېڅوک هېڅ قسمه ټکر نه کوي که دا نظریه له دې ژونده پرته دیوه بل ژوند وجود مني نو هغه تلپاتې ژوند مو هم مه پرې خرابوئ او له نورو آزموینو یې تېر شئ!. دین د الله په نزد یواځې اسلام دی او بس .
د کمونستي نظریې ټول عمر اویا کاله نه شو،چې هرڅه یې له منځه ولاړل، د دې نظریې د نشأت او راټوکېدو هیواد شوروي اتحاد ټوټه ټوټه شو او اوس پخوانی شوروي یادیږي.
زموږ په هیواد کې د دې فکر پلویان خلق او پرچم په خپله له شورویانو هم یو څو قدمه ورها خوا روان وو او له خپلو خلکو سره یې هغه څه وکړل چې لیلین او ستالین به هم د خپل فکر د عملي کولو لپاره نه وي ترسره کړي، خو پایله یې ناکامي شوه او اوس یې هېڅ هم نه دي پاتې.
دې حقیقت ته په کتو هر جریان اوحرکت چې مسیریې په سمه نه وي که څه هم داسلام او اسلامي په نوم وي نباید چې دغه واقعیتونه له پامه وغورځوي او له هغو خلکو سره عناد ونه پالي چې په عملي ډول یې خپل ژوند او کړنه د اسلامي عقیدې له اساساتو سره سم ترسره کړي وي او له ډېرو پخو ازموینو تېر شوي وي.
موږ بايد همداسې وګڼو لکه څنګه چې شوروي، امریکا او ناټو له خپل ټول توان اوطاقت سره ونه توانېدل چې په دې خاوره کې خپل هدف ته ورسېږي؛ هغه څوک خو به هېڅکله خپل هدف ته ونه رسېږي چې ترهغوی په مراتبو بې توانه او طاقته وي، ځکه په اوړو کې به یې شګه وي او مسیر به یې د اسلام له اصلي روحه خطا وي که څه هم داسلام او اسلامي په نوم وي.
دا خاوره د ډېرو فکرونو او نظریو د ټکر شاهده ده، خو له اسلام او له اسلامي عقیدې پرته،چې په دې خاوره کې د صحابه وو په وینو آغل شوې، بلې یوې هم هېڅ خای نه دی نیولی.
د دې عقیدې لارویان دې تل بریالی او په خپل مسیر محکم او کامیاب وي!

نبیل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *