لیکنېمقالی اوتبصرې

د ثور د اوومې او اتمې په یاد

شپږ څلوېښت کاله وړاندې په کمونستي فکر روزل شویو چې د ثور په (۷)مه د وینو بهیر روان کړ، پوره ۴۶ کاله وبهېدې، نه پرې دغه خاوره خړوبه شوه او نه هم د دې خاورې دغریب ولس ګناوې پرې ومینځل شوې.
د ملامت او سلامت خواوې او دلایل ډېر دي، یوهم نه یادوم او نه په هغه خوا ورځم. یواځې یوڅه وایم او یوه پوښتنه کوم او هغه داچې ایا دیوه ولس مادي ترقي دهغه ولس له فکري او عقیدوي بدلون پرته ممکن نه ده !!؟
دلته خو که د مارکسیزم، سوسیالیزم یا اشتراکیت د فلسفې پلویانو زندانونه ډک او د میلیونونو انسانانو ککرۍ ترخاورو لاندې کړې په همدې نامه چې یومترقي هیواد رامنځته کوي او د نړۍ له سیالانو سره به یې سیال کړي، ځکه یې نو مرتجع!! ولس له منځه ووړ، ترڅو د ترقۍ مخه ډب نه شي او افغانستان دیو مترقي کمونستي هیواد په حیث تبارز وکا!!
که د کپټلیزم او لیبرالیزم پلویان او د بشر دحقوقو مدعیو پرې د کلسټر بمونه راغورځول، دوخت په ترټولو پرمختللیو وسلویې په نښه کول، دجزېرو زندانونه يې پرې ډکول؛ هم ددې لپاره ترڅو خپله عقیده پرېږدي او د آزادۍ او دیمکراسۍ په نوم جوړه تګلاره خپله کړي، چې ترقي یې په برخه شي او دیومترقي ولس په څېر په نړۍ کې سر راپورته کړي! .
اوکه په بل هر شر و فساد وژل شوي او وطن یې کنډواله شوی هم یوه توجیه ورته لټول شوې، او په خپل فکر کې ورته د جوړې ترقۍ په لورینه يې وژلي، ټکولي او بې وطنه کړي، که څه هم د دې ټولو ناخوالو تړاو به د ثور د (۷) له کودتا سر نیسي، خو دلته هر قاتل په مظلومو افغانانو لاس په دې پورته کړی چې په مرګ یې دلته ترقي او پرمختګ راځي .
د ثور ( ۷) او (۸) دوړاه جلا ورځې دي او هره نېټه جلا حیثیت او بېله فلسفه لري، خو اوس دواړه په یوه ورځ یادیږي او ډېری خلک دواړوته د ذم او تقبیح په یوه سترګه ګوري ، سره له دې چې د ثور ( ۷)مه دشوروي اشغال د پیل هڅه او دثور (۸)مه د دغه اشغال په وړاندې دپاڅون او افغان مسلمان مجاهد و لس داسلامي انقلاب دبري ورځ ده، لومړۍ ددغه هیواد په تاریخ تور داغ او دویمه ددې خاورې دخپلواکۍ دلرغوني تاریخ یو باب دی .
خو درېغه چې د وخت دمشرانو د نااهلۍ او بې کفایتۍ په وجه دغه ورځ هم سپینه پاته نه شوه او د دوی دبې کفایتۍ او خودخواهۍ تورو عملونو تور داغونه پرې ولګول اونن خلک دواړه یوځای او یو ډول بدې پېښې بولي .
یوڅلوېښت کاله وروسته بیا دغربي ښکېلاک په وړاندې دخپلواکۍ د دوو لسیزو اوږد مقاومت اوجهاد بري ته ورسېد، ددغه تاړاک امپریالستي نظریه او مغرور ځواک هم د افغان مجاهد ولس په وړاندې مات شو اولکه دتېر شوروي په څېر له افغانستانه په شرمونو شرمنده ووت، لکه څنګه چې هغه مهال شوروي ته وفادار افغاني ګوډاګیان وارخطا، لالهانده او سراسمه وونن. هم د غربي دیمکراسۍ دغه بده اولاده همداسې سربداله او بې سرنوشته سرګردان دي.

عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *