نړۍ

د خپلواک فلسطین په رامنځته کېدو به حماس خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي

د حماس غورځنګ سیاسي مشر وایي، که د پخوانیو پولو پر بنسټ خپلواک فلسطیني حکومت رامنځته شي، نو غورځنګ به یې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.
د حماس غورځنګ یو سیاسي مشر خلیل الحیا له اسوشیټیډ پرس سره په یوه مرکه کې وایي چې صهیونست ځواکونه په بشپړه توګه په غزه کې پاتې راغلي او د حماس او جهادي ډلو پر وړاندې یې مورال بایللی دی. ښاغلي الحیا ویلي چې صهیونستان تر اوسه نه دي توانېدلي، چې اقلاً د دغه غورځنګ شل سلنه تاسیسات او نظامیان له منځه یوسي.
نوموړي زیاته کړې، چې حماس غورځنګ په لویدیځه غاړه او غزه کې د یو بشپړ خپلواک فلسطیني حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکی دی او که چېرې د پخوانیو پولو په بنسټ خپلواک فلسطيني دولت رامنځته شي، نو ځواکونه به یې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.
خلیل الحیا دغه راز ویلي؛ دوی تیار دي له اسرائیلو سره یو پینځه کلن اوربند ته غاړه کیږدي او که د ۱۹۶۷ زیږدیز کال څخه د مخکې په څېر د پخوانیو پولو پر اساس خپلواک فلسطیني حکومت رامنځته شي، نو دغه غورځنګ تیار دی، خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *