افغانستان

هلمند کې ۴ کانالونه پاک شول

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د ټولنیز معیشت پروګرام ترچتر لاندې د اوبولګولو د څلورو کانالونو د پاکولو چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شول. د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغو کانالونو د پاکولو او رغولو چارې د ۳۰.۹ کیلومترو په اوږدوالي د نړیوال بانګ په مالي ملاتړ ترسره شوې، چې ۸۰۸ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په بېلابېلا ولایتونو کې افغانستان لپاره د ټولنیز معیشت د پروګرام تر چتر لاندې د لسګونه پروژې بشپړې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *