افغانستان

بغلان کې ۲۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پلخمري ښاروالۍ مسوولینو ویلي چې په دغه ولایت کې یې ۲۰ ټولګټې پروژې پلې کړي دي.د پلخمري ښاروال عبداللطیف مظلوم د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې په دغو پروژو کې د یاد ښار په لومړۍ ، دویمه او درېمه ناحیه کې د مارکېت جوړول، د فرعي سړکونو کانکرېټ، د فرهنګي کلوپ جوړول، د تفریحي پارک او د قهوه خانې بڼ روښانول او نورې کوچنۍ پروژې شاملې دي، چې په ګټې اخیستنې سره یې سلګونو کورنیو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.مظلوم زیاته کړه چې ددغو پروژو لګښت د یاد ښاروالۍ له لوري ۲۰۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې ده.
نوموړي د ښاریانو لپاره د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې سږکال مو په بېلا بېلو سیمو کې د سبزیو د مارکېت جوړول، د ۶۵ کیلومتره فرعي سړکونو کانکرېټ کول او د فاتحې تالار د جوړولو په ګډون ځینې نورې ټولګټې پروژې هم په پلان کې لري چې د مقاماتو له منظورۍ وروسته به یې چارې عملي شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *