افغانستانراپورونه

د ورورګلوۍ مېله؛ د ګل غونډۍ غېږ کې د ارغوان ګل دودیزه مشاعره وشوه

شریعت: د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګڼو شاعرانو، لیکوالانو، دولتي مسوولینو، نظامي منسوبینو، د رسنیو مسوولینو، ملکي وګړو، د شعر او ادب مینه والو په شتون کې د ارغوان ګل دوولسمه دودیزه ملي مشاعره ونمانځله.
دغه مشاعره د پروان ولایت د ګل غونډۍ په نامتو او زړه راښکونکې برخه کې جوړه شوې وه چې د پروان ترڅنګ، د پلازمېنې کابل او څنګزنو ولایتونو ګڼ شاعران او ادبپال ور بلل شوي وو.
د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي شمس الرحمن صديقي د ارغوان دودیزې مشاعرې برخوالو ته په خپلو خبرو کې د دغې مشاعرې او مېلې پر ارزښت، تاریخي بهیر او د ګرځندوی صنعت پر ودې او پراختیا خبرې وکړې. ښاغلي صدیقي وویل: د دغه جشن له ترسره کولو څخه موخه د فرهنګ او ادب وده، د وروڼو قومونو ترمنځ د یووالي رامنځته کول او د ګرځندوی صنعت وده او بډایه کول دي. د ښاغلي صدیقي په خبره ارغوان ګل مشاعره او دودیزه مېله د ارغوانو د ګلونو له غوړېدو سره پیلیږي چې ګڼ کسان یې لیدو ته راځي او شاعران پکې خپل شعرونه بولي.
د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د پروان تاریخي او توریستي ارزښت ته په نغوتې وویل چې چاریکار یو له لرغونو ولایتونو څخه دی چې د زړه راښکونکو ځایونو په درلودلو سره یې تل د پاچایانو، کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو پاملرنه ځانته راګرځولې ده
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هڅو هرکلی وکړ او په خبره یې چې ارغوان مېله یوه له ارزښتمنو مېلو څخه ده چې د ګڼو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پاملرنه یې ځانته راړولې ده.
مولوي عتیق الله عزیزي وړاندې وویل: د ارغوان مېله ځانګړی تاریخي ارزښت لري او په یوه خاصه زړه راښکونکې غونډۍ نمانځل کیږي. ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي، د هېواد لرغونو او زړه راښکونکو ځایونو ته پراختیا ورکړي، پانګونه پرې وکړي او نورو ته یې وروپېژني.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو چارسمبالي او د باختر اژانس عمومي رییس مولوي ضياالحق حقمل وويل، چې د دغو جشنونو جوړول د ورورولۍ، يووالي، د فرهنګونو د ودې او د هېوادوالو د تاريخي هويت په ټينګښت کې مهم رول لوبوي.
ښاغلي حقمل وړاندې وویل: اسلامي امارت د ورورولۍ د فضا پر رامنځته کولو، د تعصباتو د له منځه وړلو او د هېواد د پرمختګ لپاره ورځ تربلې د پرمختګ پلانونه لري او موږ یې شاهدان یو.
په یاده مشاعره کې ګڼو شاعرانو خپل شعرونه وویل. شاعرانو په خپلو شعرونو کې د ورورګلوۍ او یووالي پر ټینګښت، هېواد ابادۍ، د تعصب او ځانځانۍ پر لمنځه وړلو، مینه او ښکلا او نوروموضوعات د شعر په ژبه وړاندې کړل.
ګل غونډۍ نږدې دوه زره جریبه ځمکه رانغاړي چې په لمن کې یې ناوونه، چینې، د ارغوانو ګڼ بوټي او ښېرازه فضا لیدل کیږي. د ارغوان ګل دودیزه مېله هر کال د پسرلي موسم په راتلو جوړیږي چې په ترڅ کې یې د ارغوان ګل دودیزه مشاعره هم ترسره کیږي. ګل غونډۍ د ارغوان ګلونو په لرلو ځانګړې ښکلا خپله کړې ده چې یاد ګلونه د شمېرلو ورځو په مخه غوړېدلي وي او بېرته رژیږي. د پروان ګل غونډۍ د هېواد له توریستي ځایونو ګڼل کیږي چې د ارغوان ګلونو له غوړېدو سره ورته بېشمېره ګرځندویان مخه کوي.
خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *