افغانستان

تېرکال د غوري سمنټو د کارخونې عواید ۴۰ سلنه زیات و

د بغلان د غوري سیمنټو فابریکې مسوولین وایي چې ددغې کارخونې سمنټ د تېرو کلونو په پرتله پروسږ ۱۴۰۲ کال کې۴۰ زیات شوي وو. دغه کارخونه دمګړۍ د افغانستان د اړتیا وړ شپږ سلنه او د بغلان، کندز او تخار ولایتونو د اړتیا وړ ۷۰ سلنه سیمنټ تولیدوي. مسوولین وايي، چې د ۱۴۰۱ کال عوایدو ته په کتو یې په ۱۴۰۲ کال کې ۳۰ سلنه عواید زیات شوي دي.
د بغلان د غوري سیمنټو فابریکې رییس انجنیر شفیع الله واحدي وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې ۱۵۰ زره ټنه سیمنټ تولید کړی، چې ۹۰۰ میلیونه عواید یې ترې تر لاسه او د حکومت خزانې ته یې سپارلي دي.
ورته مهال د غوري سمنټو فابریکې مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي وايي، چې د غوري سیمنټو تولید کېدونکي سیمنټ له ځانګړي کیفیت څخه برخمن دی او په ۱۴۰۲ کال کې یې د پېر لپاره غوښتنې هم ډېرې شوې وې.
د دې فابریکې کارکوونکی حکیم وايي، چې په دې وروستیو کې یې د غوري سیمنټو فابریکو ته ځانګړې پاملرنه شوې، چې ورسره د تولید کچه لوړه شوې او د فابریکو بیارغونې ته لومړیتوب ورکول شوی دی.
د دې فابریکې فني کارکوونکي وايي، چې که د تولید کچه یې نوره هم په دې فابریکو کې لوړه شي هم به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او هم به د سیمنټو له اړخه افغانستان د ځان بسیاینې په لور ګامونه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *