افغانستان

حج او اوقافو وزارت : د ۳۰ زرو حاجیانو لېږد ته چمتووالی لرو

د ارشاد حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د افغان حاجیانو د لګښتونو معلومولو په اړه خبري کنفرانس ته ویلي، چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال لپاره د افغان حاجیانو لپاره ۳۰ زره برخې بېلې شوي دي. ښاغلي ثاقب ویلي، ورکړل شوې سهمیه یې په پوره روڼتیا او عادلانه توګه په ټول هېواد کې د حج پر متقاضایو وېشلې ده. نوموړي د حج پروسې لپاره د هر اړخیز لازمي تدابیرو او چمتووالي نیول کېدو خبر ورکړی، چې په خبره یې، د حج د لګښتونو او اضافي لګښتونو له سپما وروسته سږ کال د هر نفر لپاره ۳۸۶۶ امریکایي ډالر لګښت ټاکل شوی دی. په ورته مهال ښاغلي ثاقب زیاته کړې، چې د اهل تشیع حاجیانو لپاره د پنځوس (۵۰) ډالرو په توپیر سره د هر یوه تن ټول لګښت (۳۹۱۵.۹۸) امریکایي ډالره لګښت ټاکل شوی. د حج او اوقافو وزیر همداراز ویلي، چې حاجیانو ته د حج مناسکو د زده کړې او لارښوونې لپاره وړ او په شرایطو برابر ښوونکي غوره هم شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *