افغانستان

د امنیت په راتلو سره د بهرنيو سيلانيانو راتګ ورځ تر بلې زياتېږي

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چې ۱۹ تنه بهرني سیلانیان دغه ولایت ته د تاریخي او طبیعي ځایونو د لیدو په موخه تللي دي.د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى مشر عبدالواحد احدي وايي، چې دغه سيلانيان له جرمني، ايټاليا او رومانيا څخه راغلي دي.دغو سيلانيانو له تاريخي ابداتو او طبيعي ځايونو څخه ليدنه کړې ده.د ورکړل شويو شمېرو له مخې، په تېره يوه مياشت کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ۶۰ تنه سيلانيانو لرغوني بلخ ته سفرونه کړي دي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو او د ملي امنیت له تامین سره هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ ورځ په ورځ زیات شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *