افغانستان

د بدخشان پامیرونو ته ژمنۍ مرستې استول کېږي

شریعت: د کابينې د پرېکړې پر بنسټ پاميرونو ته د ژمنيو مرستو د خوراکي او غير خوراکي توکو د لېږدولو په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او د وزارت د سرحدي څېړنو مرستیال شيخ محمد قاسم خالد د لوی او واړه پامير له مشرانو او استازو سره د توکو د لېږد پر څرنګوالي مشورتي ناسته وکړه.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تر سرپرستۍ لاندې پېښو ته د رسېدو، ملي دفاع، مخابراتو، عامې روغتيا، حج او اوقافو او پوهنې وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چي د بدخشان واخان ولسوالۍ لرې پرتو سيمو ته د ژمنيو مرستو لېږدولو تر څنګ د يو کنډک ځای پرځای کول، د مخابراتي شبکو انتنونو نصبول، د روغتيایي مرکزونو جوړول او ورته درمل لېږل، ځايي اوسېدونکو ته ژمنيو مرستو رسول، ښوونځيو، ښوونيزو مرکزونو او د مسجدونو جوړول، د ماليې وزرات په مرسته تر پاميره د سړک پاتې برخو جوړول شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې پاميريان هر کال په ژمي کې د ژمنيو توکو له نشتون او د پرله پسې واورو له امله مرکز سره د دوی د لارې د بندېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وي، خو سږ کال پاميريانو ته د اسلامي امارت له لوري د ژمنيو او خوراکي توکو انتقالول يو بې ساری نېک ګام او زېری دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *