بېلابېلې لیکنېلیکنې

د تغريب مفهوم

تغریب (westernizm) هغه فکري خوزښت دی چې موخه یې مسلمان له اسلامي فکر څخه لري کول او د لوېديځ له فکر او کلتور سره عيارول دي چې په نوې نړۍ کې ورته ماډرنیزم وايي.
دا د صهیونستانو او صلیبیانو هغه خطرناکه حربه ده چې په مختلفو زمانو کې يې د اسلامي عقيدې او فکر پر ضد کارولې ده، د دې خوزښت هدف خلكو ته دا فکر ورکول دي چې په معاصره نړۍ کې هغه څۀ انسان ته گټه رسوي چې ،حواس مشاهده تجربې او عقل يې ومني او د پخوانیو اديانو او رواجونو تقلید کول په شا تگ بولي چې باید له نن عصر سره سم تقليدي او رواجي ژوند غوره کړل شي او په بله اصطلاح ورته نوښت پالنه وايي.
اروپایانو اوس دین ته شا ورگرځولې او په يوې نوې داسې ټولنه کې ژوند کوي چې له خپل خالق سره يې هيڅ نوعه اړیکه نشته او هرڅه د خپلو خیالاتو او خواهشاتو سره سم پرمخ بیایي، دوی غواړي دغه کلتور اسلامي نړۍ ته هم را انتقال کړي او په دې تړاو مصر ته ځانگړې پاملرنه شوې ځکه چې هلته اسلامي مركز (جامعة الازهر) موجود دی.
نو دلوېدیځ پرستي موخه داده چې مسلمانان د غرب تر اغېزې لاندې راشي او د هغوی کلتور خپل کړي، ترڅو له خپل دین څخه لري او دیني ارزښتونه يې په اذهانو کې بې ارزښته معرفي شي او پر خپل دین او تاریخ باندې بې باوره شي).
د تغريب اهداف په نړۍ کې د غربیانو په گټه نوی اسلام خپرول.
لوېديځوال تر ټولو زیات دا هڅه کوي چې څۀ ډول د اسلام اصلي بڼه او اساسي سرچني له منځه یوسي او په هغو کې لاسوهنه وکړي، د دې کار د تر سره کولو لپاره دوې دوه ډوله کوښښونه کوي لومړی دا چې اسلام نړۍ ته د يو دهشت اچونکي دين په توگه معرفي کړي ،قرآن ،حدیث ،سیرت، فقه او تاریخ بدنام کړي، فاسد تاویلات پکې وکړي او د دې سپېځلې دين په اړه عامه ذهنیت بدل کړي.
دویم دا چې د گمراه مسلمانانو مفكرينو له لارې غواړي نړۍ ته یوه نوې د ا سې رادیکاله اسلامي نظريه وړاندې کړي چې لوېديځوالو ته د منلو وړ او د هغوي له گټو سره ټکر نه وي له همدې لارې کوښښ کوي هغه دين چې څوارلس سوه کاله يې په ایمانیاتو عباداتو او اسلامي فقه او شریعت کې کوم کار کړی هغه د خلکو له سترگو پټ کړي مسلمانان پرخپلو اسلافو بې باوره کړي او هغه څۀ روا وگرځوي چې په اسلام کې ممنوع دي.
د نوي راډیکال اسلام لپاره امریکا او اروپا کوښښونه کوي او په لوېدیځ کې مېشت په نامه مسلمان مفکرین د رسنيو له لاري مسلمانانو ته د دین د نوښت دعوت ورکوي او غواړي خلکو ته داسې اسلام وړاندې کړي چې د لوېديځ له گټو او سیاست سره سمون ولري، د امريکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله اعلان کړی چې موږ په نړۍ کې راډیکال اسلام غواړو، د همدې کار لپاره اوس د دوی یو تحقيقاتي ټیم د ځينو عربي هیوادونو سره په گډه کار کوي او کوښښ کوي هغه مسلمانان د امريکا لويي وچې ته ور وبلي چې په دې کار کې له دوی سره مرستندوی ثابتېدلی شي، خو هغه څه به کيږي چې الله يې وغواړي الله تعالی د خپل دین د ساتلو ژمنه کړې او چې کله یو قوم دا دین پرېښی نو الله تعالی خپل دین په بل قوم ساتلی.
مسلمانان پر خپل تېر تاریخ پښېمانه کول:
د غرب نوښت پاله مفکرین پر اسلامي خلافتونو نيوکي کوي او غواړي مسلمانان پر خپل تېر تاریخ پښېمانه کړي ترڅو دا احساس ونه کړي چې دوی په تېر وخت کې داسې ځلانده تاریخ درلود چې له بابا آدمه تر دې دمه يې څوک مثال نشې وړاندې کولی همدغه دین انسان ته فکري ازادي ورکړه او نړۍ ته يې داسې بې مثاله تمدن وړاندې کړ چې د ټولو انسانانو حقوق پکې خوندي و. د مکې له فتحی څخه نیولی تر قسطنطینیې پورې او بيا له صلیبیانو څخه د بیت المقدس فتحه او په لسگونو نورو تاريخي فتوحاتو کې چې کله هم مسلمانان بریالی شوي نو د نورو ادیانو لارویانو ته یې پوره حقوق ورکړي، سلطان صلاح الدين ايوبي چې کله بیت المقدس له صليبيانو څخه بېرته ونيو نو د دوی د ساتنې لپاره يې ځانگړې نظامي قطعه وگومارله ترڅو د چا له خوا زیان ورته ونه رسيږي او ټول حقوق يې خوندي شي؛ خو د دې برعکس اروپایان او نور کافران چې کله هم ر مسلمانانو بريالي شوي نو دا سې ظلمونه يې کړي چې ساری يې نشته د صلیبي جگړو پر وخت په فلسطین کې د صلیبیانو وحشت او د مسلمانانو عام وژنې څخه کتابونه ډک دي.
په ،الجزائر، المغرب، تیونس او مصر کې د فرانسویانو د اشغال پر وخت پر مسلمانانو ظلمونه هم ټولو ته څرگند دي او د هسپانیا، بوسنیا، یوگوسلاویا، منځنۍ آسیا او افغانستان پر مظلومو مسلمانانو دردوونکي ظلمونه هم له چا پټ نه دي، دغه راز په دا وروستیو کې پر افغانستان، عراق او د چین په ایغور ولایت کې د چینایانو او د هند په نيمه لويه وچه کې د برما پر مظلومو مسلمانانو بې دریغه ظلمونه خو د خپلو ستر کو لیدلی حال دی، داسې ظلمونه چې انسان یې د لېدلو تاب هم نشې راوړلی… لو ېدځپاله مفکرینو داسلام پر تاریخ کتابونه ليکلي خو په هغو کې يې د مسلمانانو زړۀ سوی او انساني قدر نه دی ذکر کړي، بلکې بر عکس یې په اسلام نیوکي کړي، اوسني ځوانان چې دغه کتابونه مطالعه کوي نو له خپلو اسلافو څخه متنفر کیږي.
مسلمانان پرځان بې باوره کول:
لوېدیځ پاله او نوښت پاله مفکرین کوښښ کوي چې په نړۍ کې مسلمانان کم همته او وروسته پاتي خلک معرفي کړي ترڅو مسلمانان مایوسه او پر ځان بې باوره شي، داسې تبلیغات کيږي چې مسلمان له نوي ساينس او نوي ټيکنالوجې څخه بې برخې دی، د اسلامي نړۍ مشران چې له غرب څخه متاثره دی او کوښښ کوي خپل هېوادونه له پرديو معیارونو سره عيار کړي په شعوري او نا شعوري توگه د غرب لپاره کار کوي.
د غربي رسنيو له لاري کوښښ کيږي دا وښي چې د نړي ټولي ذخیرې، پرمختللې ټیکنالوژي او د روغتیا چټک وسائل له غرب سره دی او زیاتره لوی امراض په اسلامي نړۍ کې دي او مسلمانان له هر ډول پرمختگ او نوښت څخه بې برخې دي، هغه ځوانان چې غرب ته سفرونه کوي د غربیانو له ظاهري ښکلا څخه تر اغېز لاندې راځي نو بيا لوېديځه ټولنه د ژوند لپاره تر ټولو غوره بولي، له دې تبلیغاتو څخه وخت ناوخته د مسلمانانو ځيني رهبران هم تر اغیز لاندې راشي نو کوښښونه شروع کړي چې د غرب سره اړیکو ساتلو لپاره هغوی ته ځان ور نږدې کړي.
په اسلامي تشخص نیوکي کول:
اوسنې رسنۍ کوښښ کوي چې د اسلام په تاريخ کې لاسوهنه وکړي او اسلامي تشخص تر نيوكو لاندې راولي او داغ داره يې کړي، د مسلمانانو په تاریخ له هرې خوا څخه بریدونه کیږي خو د دې پرځای چې مسلمانان د خپل دین لپاره فکري مقابله وکړي لاس تر زني ناست دي.
مادر نیزم ته وده ورکول: دښمن کوښښ کوي چې په اسلامي ټولنه کې د لوېديځ افکار خپاره کړي او د ازادۍ او مساوات او بشري حقوقو تر عنوان لاندې مسلمانان ازادۍ ته وهڅوي او له خپل دین څخه يې لري کړي.
.7 د وطن پرستي او قوم پرستي فکر ژوندي کول
د غرب پرستې پلویان کوښښ کوي د وطن پرستی او قوم پرستي د جاهليت په شعارونو سره قوم پالنه او وطن پالنه عامه کړي ترڅو دا د دین پالنې بديل وگرځي او په دې سره د اسلامي نړۍ او غربي نړۍ ترمنځ تفرقه له منځه لاړه شي ترڅو د اسلامي نړۍ ممتاز تشخص پاتي نه شي او دوی فکر کوي چې په نوې نړۍ کې دا فكري او کلتوري پرمختگ دی.
د تغریب مخنیوی: له کوم وخت څخه چې غربي ماډرنیزم شرقي اسلامي خاورې ته مخه کړی له هماغه وخت څخه با احساسه او ویښو مسلمانانو ورسره ټینگ مقاومت کړی او د اسلام هغه نظریات یې پرمخ بيولي چې له قرآن او سنت څخه سرچينه اخلي.
مسلمانو پوهانو د غرب پرستي د مخنیوي لپاره د لاندې اقداماتو لارښوونه کړې
مسلمانان باید د غرب په نوي ځلېدونکي کلتور خطا نه شي او په ړندو سترگو يې تقليد ونه کړي.
۲ غربي کلتور چې د روم او یونان پر عقلي فلسفه ولاړ دی کوښښ کوي چې اسلامی ثقافت له منځه یوسي او واقعیت دا دی چې اسلامي ثقافت له غربي کلتور سره په ارزښتونو کې ډېر تفاوت لري.
بايد د غربي پوهانو له علومو څخه گټه واخلو خو په داسې ډول چې زموږ پر عقلونو او خواهشاتو واکمن نه شي او يا مو عقيدې او افکار را خراب نه کړي.
په اسلامي نړۍ کې باید د غربیانو او يا غرب پلوه خلکو د خوزښتونو مخنیوی وشي او د دوی ټولي کړني وڅارل شي، او دوی پرې نه ښودل شي چې خپلي ټولي کړنې په مطلق ډول تر سره کړي. 5
. د امکان تر حده دې د مسلمانانو بچيان په غربي هېوادونو کې له زده کړي څخه منع کړل شي او په خپلو هېوادونو کې دي ورته امکانات چمتو کړل شي په ځانگړي توگه اسلامي علوم باید یوازې په اسلامي هېوادونو کې ولوستل شي.
د غربي پوهانو ليکل شوي کتابونه باید له تحقيق او څېړني پرته اسلامي ژبو ته ونه ژباړل شې ځکه چې د دوی له کتابونو څخه د مسلمانانو ځوانه طبقه تر اغېز لاندې راځي او غرب پرستي خپلوي او هغه ورځپاڼي، مجلې او رسنی مهار کړل شي چې په اسلامي هېوادونو کې غربي كلتور خپروي
په ښوونیزو مراکزو کې دې هغه مضامين د امکان ترحده لري کړل شي چې غربي کلتور ته بلنه ورکوي او یا حد اقل له پردي کلتور څخه پاک کړل شي.
د مسلمانانو سياسي او یا نظامي زده کړي باید پخپله په اسلامي هېوادونو کې تر سره کړل شي . ځکه چې همدا سياسيون غربي زده کړي وکړي او بيا په اسلامي هېوادونو کې په غربي لباس او کلتور په افتخار سره کار کوي.
د اسلام د ځينو تشريعي احکامو په اړه چې غرب تبلیغات کوي لکه د نر له څلورو مېرمنو سره نکاح کول، د طلاق حق سړي ته ورکول، د حجاب مسئله، د ښځي او نر ترمنځ د اختلاط مسئله، د مېرمنو حقوق او داسې نور… غرب يې د نوي ځوان کوول د تېر ايستلو لپاره کاروي په دې تړاو باید تحقیق وکړل شي او د اسلام واقعي شكل خلکو ته وړاندې شي او د دوی له شبهاتو او بې اساسه نیوکو څخه خلک خبر کړل شي.

لطف الرحمن قمري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *