بېلابېلې لیکنېلیکنې

د سږني ژمي لومړنۍ واورې ته د خلکو خوښي

سږ کال د کابل په ګډون ځينې نور ولايتونه د ژمي د لومړنۍ واورې او باران د اورښت شاهدان وو او ډېر اوسېدونکي ورته خوشبين دي، ځکه له دې مخکې واوره نه‌وه او ټول خلک دې ته اندېښمن وو،چې راتلونکی کال به بيا د وچکالۍ تر څنګ د هوا خرابوالی او د چاپېريال ککړوالی سره تړلي وي او ماشومان به مو ډېر له ناروغۍ سره مخ کېږي،د کابل ترڅنګ، د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي هم په خپلو ولايتونو کې د واورې له اورښته ورته خوښي څرګنده کړې او د واورې اورښت د وچکالۍ کموالي او حاصلاتو زياتوالي ته ګټور بولي.
په رښتيا هم د ژمي لومړنۍ واورې د کابل په ګډون د ډېرو ولايتونو څېره بدله کړه او د خلکو د هيلو تر څنګ يې نسبي اندېښنې له ځانه سره يووړې، ځکه د مشرانو په خبره (( واوره د الله تعالی رحمت دی، تر سرو زرو هم موږ ته ښه او هر څه ته ګټوره ده.))
که څه هم خلک او بزګران له يوې خوا اورښتونو ته خوښ دي،خو له بلې خوا د يو شمېر بې وزلو هېوادوالو پر حال اندېښنه کوي، چې د ژمي يخې شپې ورځې تر خېمو لاندې تېروي، دوی له حکومته غوښتنه کوي، چې له بې وزلو سره مرستې وکړي، ترڅو د ساړه ژمي شپې او ورځې تر يوه بريده په آسانۍ سره تېرې کړي، د دوی اندېښنه پر ځای ده، ځکه په ټوله کې د خلکو اقتصادي وضعيت خراب او له ورښتونو سره سم د سون توکو بيې يو پر دوه لوړېږي!
افغانستان چې له ځايه هم په وچه کې پروت دی، هر څو کلونه ورباندې وچکالي راځي، زموږ کرنه تر ډېره په خړوبولو پورې تړاو لري، اوبه مو تر ډېره د واورو او باران له ويلې کېدو پيدا کېږي،د اوبو د ذخيره کولو ډېره کمه زېربنا او امکانات لرو. له بلې خوا زموږ د هېواد د نفوسو د لوړتیا کچه د نړۍ د هیوادونو په سر کې راځي، ښاري پراختیا، صنعتی کیدل، د وسایطو او موټرو زیاتوالی، د قوانینو او مقرراتو نه پلي کېدل، کمزورې حکومتولي او نور زموږ هېواد د پورته یاد شوو بدلونونو په وړاندې تر نورو هېوادونو زیات د خطر سره مخامخ کوي.
د کرنې او مالدارۍ خونه هم د واورې او باران اورېدل د کرنيزو محصولاتو د زياتېدو لپاره ګټور ګڼي او په دې باور دي، چې اورښت به هېواد له وچکالۍ خلاص کړي. د کرنې او مالدارۍ خونې مرستيال ميرويس حاجي زاده ويلي: (( دا اورښت زموږ د بزګر د پانګې لامل کېږي موږ له هر څنګه اوبو ته احتياج يوو، اوبو ته چې څومره لاسرسی وي په هماغه اندازه خپل کښت او کرنې ته دوام ورکولای شو.)) د ميوه پلورونکو د ټولنې رييس اختر محمد هم ويلي، چې زموږ پر بڼونو او ځمکو د خړوبولو لپاره باید د اوبو د زیرمو ساتنه او په لګښت کې یې سپما وکړو تر څو وکړای شو،د خپل هېواد کرنې ته وده ورکړو او صادرات مو پراخه وده وکړي.
نن سبا افغانستان کې وچکالي ټولشموله ناورين دی،چې د پلازمېنې په ګډون نور ولايتونه هم د وچکالۍ، د ځمکې لاندې او د سيندونو د اوبو د کچې د ټيټېدو له ستونزو سره مخ دي،اوبه د ژوند د دوام لپاره د طبيعت يو له څلورو اساسي عنصرونو څخه دي او د ځمکې لاندې اوبو نه په غلطه ګټه اخيستنه د دې لامل کېږي،چې د ځمکو لاندې د اوبو برخې تشې او دا امر د ځمکې د کچې د يو شمېر برخو نړېدلو لامل شي، دغه راز د اوبو کمښت کليوالي ژوند له ګواښ سره مخ کوي، کښتونه له منځه وړي، کاري فرصتونه کموي، په هېواد کې د بې وزلۍ او د خوړو نا امني پراختيا مومي،په ټوله کې له اقليمي بدلونونو نه اغېزمنو ولايتونو اوسېدونکي کورنۍ کډوالۍ ته مخه کوي.
منو چې پر کرنه باندې د ډېر شمېر افغانانو تکيه او پر کرنيزو پيداوارو د اقليم بدلون اغېزې به د خوړو په خونديتوب او بېوزلۍ سيوری غورځوي، ځکه پرله پسې وچکالۍ د کرنې تر څنګ د مالدارۍ سکتور سخت زيانمن کړی او حتی د افغانستان په ځينو سيمو کې د څارويو د مړينې سبب هم ګرځي، له همدې امله ميليونونو افغانانو ته خورا درانه زيانونه اوښتي، ځکه په کور د ننه ايکو سيستمونه خورا تخريب شوي او د اقليم بدلون به يې نور پسې هم خراب کړي،د تودوخې د درجې لوړوالی او د اورښتونو د بڼې بدلون به د څړځايونو حاصلخيزي کمه او نباتي پوښښ به د تل لپاره بدل کړي.
داچې په نړيواله کچه اقليم بدلون خوړلی او ډېر هېوادونه پر له پسې وچکالۍ تجربه کوي، له همدې امله د نړۍ بېلا بېل هېوادونه د اقليمي بدلونونو له اغېزمنو سره د مبارزې لپاره لاس په کار شوي او د ځمکې د پاسه او د ځمکې لاندې اوبو کنټرول، د اوبو له سرچينو نه سمه ګټه اخيستنه، د کرنې کنټرول، د عامه پوهاوي پيغامونو خپرول، د لنډ مهالو او اوږد مهالو پاليسيو جوړول هغه اقدامات دي،چې د دغو هېوادونو له لوري تر لاس لاندې نيول شوي دي،افغانستان هم د اقليمي بدلونونو له منفي اغېزو سره د مبارزې لپاره ځانګړی اقدام تر لاس لاندې نيولی.
افغانستان چې پينځه د اوبو حوزې، ۲۵ لوی سيندونه او څه باندې ۱۰۰ واړه سيندونه لري،په کلني ډول شاوخوا ۷۵ ميليارده د سيندونو اوبه ګاونډیو هېوادونوته په وړیا توګه بهېږي،خو يوازې ۲۰ ميليارده متر مکعب اوبو نه ګټه اخلي همداشان د پانګې اچونې د نه شتون له امله نه شو کولای له يادو سرچينو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړو، خو بيا هم حکومت په اوسنيو سختو شرايطو کې سږکال ۱۴۰ واړه بندونه په پام کې نيولي وو،چې پر ۱۱۳ يې عملاً کار روان دي او ځينې يې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي، دغه کوچني بندونه د هېواد په مرکزي ولايتونو (ميدان وردک، هلمند، پکتيا، غور، غزني، لوګر او پنجشير او ځينو نورو ولايتونو کې په پام کې نيول شوي، چې هدف يې د وچکالۍ زيانونو مخنيوی او د اوبو د سطحې لوړول دي.
اوبه د ژوند هغه اساسي عنصر او يو لوی الهي نعمت دی،چې هر څاڅکی يې ژوند بللای شو، خو په ډېرې خواشينۍ سره نن سبا د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ د اوبو کمښت محسوسوي،خو بيا هم زموږ په ټولنه کې د اوبو زیات لګښت ته هېڅ پاملرنه نه کېږي، زيات شمېر خلک په دې اړه عامه پوهاوی نه لري او د دې عظيم نعمت بې قدري کوي، نو په کار ده، چې د وچکالۍ د مخنيوي لپاره د اوبو له بې ځايه لګولو څخه ډډه وکړي،هغه خلک چې په خپلو کورونو او يا شاوخوا کې اوبه مصرفوي، د هغوی لپاره بايد جذبي څاګان وکيندل شي،چې دا هم کولی شي د اوبو په پرېمانۍ کې مرسته وکړي،ځکه افغانستان د نړۍ په کچه شپږم هېواد دی،چې روانې وچکالۍ سخت ځپلی دی!

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *