بېلابېلې لیکنېلیکنې

د شهیدانو سالار شهید

په جهادي باغچه کې را ټوکیدلی گلاب ، د زړونو ټکور او په زړونو پاچاهي کوونکی رهبر ، د اسلامي امت د افتخار شمله ، په شجاعت میړانه او ریښتوني اسلامي او افغاني غیرت باندې پوښل شوی او پیژندل شوی انسان ، له جهادي مفکورې څخه ډک امیر .
د سپیڅلې لارې د سپیڅلو لارویانو سر لښکر او قوماندان ، مدبر او مفکر شخصیت ، د ثالث عمر جایینشین ، د شوروي او امریکایي دواړو اشغالگرو سره د گرمو سنگرونو اتل او غازي.
شهید امیرالمٶمنین ملا اختر محمد منصور(تقبله الله ) دریادوم هغه چې له رب سره یې کړې وعده پوره کړه ، نوموړی یو له هغه کسانو څخه وو چې الله جل جلاله یې په اړه په سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : ۲۳ آیت کې داسې فرمایلي دي:(مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضٰى نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا).
ژباړه :له مؤمنانو څخه ځيني داسي شخصيتونه شته چي له الله سره یې کړې ژمنه رښتيا کړې ده: له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوك د وخت راتلو ته انتظار باسي. هفوی پخپله کړنلاره کښي هيڅ تبديلي را نه وستله.
هغه رهبر چې جید عالم او د شهید امیرالمٶمنین نږدې ملگری شیخ القرآن والحدیث مولوي عبدالبصیر صاحب یې په هکله داسې وایي:
((شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله ته مې وویل چې د محشر په میدان به د ټولو فدایانو شهیدانو سوال درڅخه کیږي کوم فدایان طالبان چې ستا تر قیادت لاندې په اور کباب شوي او په مرمیو باندی لګیدلي دي او زندانونو ته تللي دي.
د شهید امیرالمؤمینین تر سترګو مبارکو اوښکې راغلې او څنګ یې وواهه د څه دمې وروسته راپور ته شو او راته يې وویل شیخ صاحب كه مې ځان دغسې ټوټې ټوټې نکړ لکه فدایان زه به امیرالمؤمنین نه بلکې یو لوی خیانت کونکی د دې مظلوم ولس سره يم.))
هغه امیر چې کفري نړۍ یې ټینگ عزم ، کلک هوډ او قوې ارادي هک پک حیرانه کړې وه ، لار یې ترې ورکه کړې وه ، راحت یې پرې حرام کړی وو او د ژوند له خوښیو یې محروم کړي وو .
هغه امیر چې ژوند یې د غیرت تیر کړ او مرگ یې د شهادت تر لاسه کړ او هغه قول یې په حقیقي توگه ریښتونی کړ چې وایي ( ژوند د غیرت مرک د شهادت).
هغه امیر چې ژوند ته یې د مرگ له طریقه لار پیدا کړه او ابدي خوښي یې ترلاسه کړه ، د لویې سودا تړون یې په کم قیمت ترسره کړ.
هغه امیر چې د ژوند ټولې خوښۍ یې د مسلمانانو د عزت ، ناموس ، آبرو ، حیا او عفت لپاره قرباني کړې ، نه یې غوښتل مسلمانان خپل ژوند په غلامۍ ،ذلت او د
بنده په بندگۍکې تیر کړي.هغه امیر چې اسلامي امت یې له فاشل کیدو وساتلو او د امت په زړونو کې یې یو ځل بیا د وحدت تخم وشیند او د استقلال لیدلي خوب د ریښتیا کولو لپاره یې مټې بډ وهلې ، د خپل شفقت او مهربانۍ سیوری یې پر ولس وغوړولو.
هغه امیر چې له بې شمیره جهادي خدمتونو وروسته یې خپل ځان هم د فدایانو په څیر لولپه او د خپل بدن غوښې یې په لمبو کباب کړې ، خو امت یې غلامۍ ته پرې نه ښود .
وَلَا تَقُولُوا لِمَن يُقْتَلُ فِى سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوٰتٌۢ ۚ بَلْ أَحْيَآءٌ وَلٰكِن لَّا تَشْعُرُونَ . [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 154]

لیکنه : سیدیحی (عمر)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *